د پکتیا میرزکي ولسوالي له طالبانو پاکه سوه

د پکتیا سیمه ‌ییز چارواکي پرون ناوخته د افغان سرتېرو په عملیاتو کي د دغه ولایت د میرزکي ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکوي.د یاد ولایت والي محمد حلیم فدایي وایي، افغان سرتېري توانېدلي چي د پکتیا میرزکي ولسوالۍ بیرته د طالبانو له شتون پاکه کړې.دی زیاتوي چي وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ودانۍ او ټول دولتي تاسیسات وران کړي او په وینا یي، د طالبانو جګړه یوازي د ولس پر خلاف ده.
د یادولو وړ ده چي وړمه ورځ د پکتیا احمد اباد او سید کرم ولسوالۍ هم د طالبانو له شتون پاکي سوي وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*