انتوني بلینکن: افغانستان کي اوسنی وضعیت د منلو نه دی

امریکا د طالبانو کړنې د سولي له روحیې سره په ټکر کي بللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کي د خبرو پر مهال ویلي دوی غواړي ډاډه سي چي طالبان په رښتیا د سولي غوښتونکي دي کنه. د بلینکن په وینا طالبانو دم ګړی جګړې شدیدي کړي دي چي د جګړو دا شدت د سولي له خبرو سره همږغي نه دي. هغه ټینګار کړی چي په افغانستان کي هېڅ لوری هم د زور له لاري واک ته نه سي رسېدلای او نه هم امریکا ددې ملاتړي ده چي په افغانستان کي دي جګړه او تاوتریخوالی دوام وکړي او تر څنګ یې دي یو ځانګړی لوری د خلکو له خوښې پرته ځان واک ته ورسوي. امریکا دا څرګندوني داسي مهال کوي چي د سولي خبري دم ګړی په ټپه ولاړي دي خو جګړې د هېواد په ګوټ ګوټ کي خورې سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*