امریکا په کندز او بغلان کي پر طالبانو بریدونه کړي دي

د امریکا له دفاع وزارت څخه یوې باوري سرچینې ویلي چي د امریکا هوایي ځواکونو په بغلان او کندز ولایتونو کي پر طالبانو د بې پیلوټه الوتکي بریدونه کړي دي.د سرچینې په وینا، د امریکایي سرتېرو په دغو هوایي بریدونو کي یو شمېر طالبان وژل سوي او ټپیان سوي دي.د امریکا پوځ تر دې وړاندي هم ویلي چي د اړتیا په صورت کي به د افغان سرتېرو هوایي ملاتړ او پر طالبانو بریدونه کوي.خو طالبان بیا دا څه په دوحه کي د امریکا او دوی تر منځ د سوي هوکړي خلاف عمل بولي.د امریکا د پوځ له لوري دا بریدونه پر داسې مهال ترسره کيږي چي په دې وروستیو کي د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی او ځیني ولسوالۍ د دواړو لورو تر منځ لاس په لاس سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*