په پوښ کې بې نه سره کوو؛بې پرمختګه تکتيکي شاتګ په کتابو ثابت سقوط دئ!

د افغان اوربند اوونيزي نوې ګڼه هم چاپ او تر لوستونکو پوري ورسيدل. د اوونيزي سرليکنه پر وروستي امنيتي وضعيت را څرخي او د حکومت د لاسه د لسګونو ولسواليو وتل څيړل سوي دي. په سرليکنه کي ويل سوي دي، چي په دې وروستيو کي د حکومت په وينا حکومتي دفاعي او امنيتي ځواکونو له ځينو سيمو؛ په ځانګړي ډول ولسواليو څخه تکتيکي شاتګ پيل کړی دئ، اوربند ويلي چي دا تکتيکي شاتګ نه دی، په کتابونو ثابت سقوط دی.که څه هم تر اوسه د مؤثرو او معتبرو سرچينو له خوا دقيق ارقام نه دي خپاره سوي، خو داسي ادعاوي کيږي چي د حکومتي ځواکونو د تکتيکي شاتګ(!) له برکته ګڼي ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو له ولکې څخه وتلي او د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.په ټولنيزو رسنيو کي د خپرو سويو شواهدو څخه څرګنديږي چي په ډېرو ولسواليو کي سربېره پر دې ولسوالۍ سقوط سوي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو خورا ډېري وسلې او مهمات هم د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي. دغه راز د دې تکتيکي شاتګ له برکته حکومت د ځينو ولسواليو تعميرونه د تل له پاره له لاسه ور کړي دي.د اوونيزي د نوي ګڼي په غوره راپور کي په کندهار او ګاونډيو ولايتونو کي د کرونا بحراني وضعيت څيړل سوی دی او د پښتو تر څنګ په دري او انګليسي ژبو ګڼ نور مسايل هم را اخيستل سوي دي.

#افغان اوربند د واقعيتونو انعکاس.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*