چارواکي: زابل او اروزګان کي ۳۰ وسله وال وژل سوي دي

د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر اوربند ته په یوه لېږلې اعلامیه کي ادعا کړې، چي تېره ورځ افغان هوايي او مځکنیو ځواکونو د زابل ولایت په مېزان ولسوالۍ کي یو لړ عملیات کړي. د سرچینې په خبره، په دغه عملیاتو کي ۲۲ تنه وسله وال طالبان وژل سوي، ۸ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات يې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي. بل لور ته د اروزګان مرکز ترینکوټ کي هم د افغان هوايي او مځکنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۸ تنه وسله وال طالبان وژل سوي او ۴ تنه نور ټپیان دي. اعلامیه کي د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل سوي. تراوسه وسله والو طالبانو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو تل يې د افغان حکومت دې ته ورته ادعاوي رد کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*