محب: افغانان او نړيوال دواړه د طالبانو امارت نه مني

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي چي د دوحې تر تړون وروسته طالبانو نړیوالو ته دا ونه سوای ښودلی چي دوی اصلاح سوي، د تاوتریخوالي کمولو پرځای یې جګړو ته زور ورکړ.محب دغه څرګندونې امریکا ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په تړاو له ملي تلوېزيون سره په یوه ځانګړې مرکه کي کړې چي تېره شپه خپره سوه.هغه زیاته کړه، په دغه سفر کي څرګنده سوه، چي د امریکا نظامي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ له افغانستان سره دوام لري.د محب په وینا، امریکا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د دوامداره مرستو ژمنې وکړې اوهر کال به ۳،۳ میلیارده ډالره مرسته کوي چي ورسره به په هېواد کي دننه او بهرنیو هېوادونو کي د افغان سرتېرو روزنې ته هم دوام ورکوي.ده زیاته کړه : “افغانستان خپله يو پياوړی ځواک لري او د تروريزم پر ضد مبارزه په خپله افغان امنيتي او دفاعي سرتېري کولای سي. د دې اړتيا نه سته چي له افغانستانه دباندې اډې جوړې سي. افغان ځواکونه چي پياوړي وي دا کار موږ په خپله کولای سو. ”د ملي امنیت سلاکار د اوسني وضعیت په اړه وویل چي خلک دې هیڅ اندېښنه نه کوي امریکا او نوره نړۍ له افغانانو او حکومت سره ولاړ دي.د ولسوالیو د سقوط په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کي هغه وویل چي په جګړو کي کله ساحې له لاسه ورکول او کله یې بېرته ترلاسه کول وي، خو دا خلا به ژر ډکه سي.ده زیاته کړه : “طالبانو د نورو محاسبو تر څنګ د ولسواليو د نيولو محاسبه هم غلطه کړې. ته چي ولسوالي نيسې، يوازې چور خو نه دی. هلته خلک حکومتولي او خدمات غواړي. ”د هغه په وینا، طالبان پر خلکو ځان تحميلوي، چېرته چي ولاړ سي خپله ډوډۍ هم په خلکو تاوانوي. د افغانستان خلک غريب دي، دې ته يې وس نه رسېږي.د ملي امنیت سلاکار وایي، هر چا چي د نظام په چوکاټ کي د طالب خلاف وسله اخيستې، تر اوسه په کنټرول کي دي .ده زیاته کړه : ” دا اخطار ما طالبانو ته يو نيم کال مخکې هم ورکړی و چي که په زور حکومت کوئ، دلته ټولنه مخالفت درسره کوي. دا ټولنه تر تاسې لويه ده او تاسې يوه ډېره وړه برخه ياست. څوک مو په زور نه مني. ”

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*