جمهوررئیس غني: امنیتي ادارې دي د بریدونو د مخنیوي په هدف اقدامات لا ډېر کړي

ولسمشر غني امنیتي ادارو ته امر کړی چي د امنیتي وضعیت د ښه کيدو او روانو بریدونو د دفع کولو لپاره دي خپل اقدامات لا پیاوړي کړي.د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره سوي اعلامیه کي راغلي چي ولسمشر غني د اعلی سر قومندانۍ په جلسه کي له امنیتي مسئوولینو سره کتلي دي.د امنیتي ادارو مسئوولینو په دې غونډه کي خپل راپورونه، د وروستیو امنیتي انکشافونو په اړه معلومات او راتلونکي پلانونه له ولسمشر سره شریک کړي دي. ولسمشر غني په دې غونډه کي ویلي چي د هېواد د امنیتي وضعیت د ښه کيدو او د طالبانو د بریدونو د دفع کولو لپاره دي امنیتي ادارې په خپلو کي همغږي ډېره کړي او لا ډېر مدیریتي او عملیاتي اقدامات دې ترسره کړي. ولسمشر همدا راز د افغان ځواکونو پیاوړتیا ستایلې ده خو ټینګار یې کړی چي ددوی اړتیاوي باید پر وخت پوره کړل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*