پولیسو په خوست کي د موټر بم چاودني مخه نیولې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په خوست ولایت کي د یوه موټر بم چاودني څخه مخنیوی کړی.د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا وایي، پولیسو تېره شپه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د سپین غوري سیمه کي یو عراده هینو ډوله موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندي د ملي پولیسو لخوا کشف او نیول سوی.نوموړی وایي په دې تړاو یې یو تن چي د لوګر ولایت اوسېدونکی دی نیول سویدی نوموړی کس دا مهال د پوښتنو او ګرویږنو لاندي دی.د خبرپاڼي له مخي په یاد موټر کي یې تر ۳ ټنو پوري چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای کړي وو او غوښتل یې د خوست ښار په یوې ګڼه ګوڼي کي ورته چاودنه ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*