په پوښ کې بې نه سره کوو؛بې پرمختګه تکتيکي شاتګ په کتابو ثابت سقوط دئ!

په دې وروستيو کي حکومتي دفاعي او امنيتي ځواکونو له ځينو سيمو؛ په ځانګړي ډول ولسواليو څخه تکتيکي شاتګ پيل کړی دئ. که څه هم تر اوسه د مؤثرو او معتبرو سرچينو له خوا دقيق ارقام نه دي خپاره سوي، خو داسي ادعاوي کيږي چي د حکومتي ځواکونو د تکتيکي شاتګ له برکته لږ تر لږه څلوېښت ولسوالۍ د حکومتي ځواکونو له ولکې څخه وتلي او د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.په ټولنيزو رسنيو کي د خپرو سويو شواهدو څخه څرګنديږي چي په ډېرو ولسواليو کي سربېره پر دې ولسوالۍ سقوط سوي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو خورا ډېري وسلې او مهمات هم د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي. دغه راز د دې تکتيکي شاتګ له برکته حکومت د ځينو ولسواليو تعميرونه د تل له پاره له لاسه ور کړي دي. د تل له پاره له لاسه ور کول په دې معنی وسله والو طالبانو د ځينو ولسواليو تر ولکه کولو وروسته د دغو ولسواليو تعميرات او تأسيسات هم په بشپړه توګه له منځه وړي دي. ښه بېلګه ئې په فراه کي د يوې ولسوالۍ د تعمير موضوع ده، چي طالبانو په ماينونو الوزولې او په بشپړ ډول ئې له منځه وړې ده.دغه راز د تکتيکي شاتګ له پيله تر اوسه؛ په ځينو سيمو کي له دې امله چي د محلي امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولايتي او مرکزي امنيتي او دفاعي ځواکونو او رهبري تر منځ لازم تفاهم او همږغي نه سته، ډېری د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرتېري يا د طالبانو له خوا نيول سوي او يا هم ورته تسليم سوي دي.د تکتيکي شاتګ دا سلسله اوس هم دوام لري او څرګنده نه ده چي حکومتي او دفاعي ځواکونه له څو نورو ولسواليو څخه د تکتيکي شاتګ په نامه د پر شا کېدو پلان لري.د تکتيکي شاتګ زيانونه:د حکومت د حاکميت مساحت کم سوی د روان تکتيکي شاتګ له لاري حکومت لږ تر لږه پر څلوېښتو ولسواليو خپل حاکميت له لاسه ور کړی، چي دا له سياسي پلوه د حکومت موقف ته په لوړه کچه زيان لري.له خدماتو څخه د سقوط سويو سيمو محروميت د دې تکتيکي شاتګ بل زيان دا دئ چي د سقوط سويو سيمو خلک له حکومتي خدماتو څخه بې برخي سوي دي. دا سيمه بيرته نيول او هلته خدمات پيلول وخت غواړي او دغه د خدماتو وقفه د ولس سخت په زيان ده.په دې سخت اقتصادي وضعيت کي د ډېرو مالي امکاناتو ضائع کېدل په جنګ کي نه يوازي بشري منابع ضائع کيږي، خلک وژل کيږي، خلک بې ځایه کيږي، بلکي درانه مالي زيانونه هم لري، داسي زيانونه چي بيا د جبران وړ نه دي. له ولسواليو څخه د تکتيکي شاتګ له امله حکومت ډېر زيان ليدلی او د دې دوه برابره زيان به د دې سيمو پر دوباره تسلط باندي ويني.

د ښارونو د سقوط وېره د ولسواليو د سقوط له امله چي حکومت ئې تکتيکي شاتګ بولي، د سرتېرو روحيه کمزورې سوې، په خلکو کي وېره خپره سوې او تر ټولو د اندېښنې وړ لا دا چي د ښارونو د سقوط وېره ئې را منځ ته کړې ده.

څه کول په کار دي؟

۱ـ د تکتيکي شاتګ پروسه بايد ودرول سي!

که چيري د ولسواليو سقوط رښتيا هم تکتيکي شاتګ وي او دغه شاتګ حکومت په ارادي ډول کوي، نو بايد هر څومره ژر چي کيږي، دغه تکتيکي شاتګ دي ودروي. که چيري حکومت دا تکتيکي شاتګ ودروي، نو خلکو ته به جوته سي چي دا رښتيا هم سقوط نه، بلکي تکتيکي شاتګ دئ. او که چيري سقوط وي، نو بايد د نورو سيمو د سقوط د مخنيوي له پاره لازم تدابير ونيول سي.

۲ـ تکتيکي پرمختګ دي پيل سي!

د ملي دفاع وزارت وايي چي دا تکتيکي شاتګ د دې له پاره سوی چي دوهم وار امنيتي او دفاعي ځواکونه په مجهز او نسبتاً قوي ډول ور ستانه سي. نو که دا سمه وي، بايد هغو سيمو ته د تکتيکي پرمختګ عمليات شروع سي، چي د تکتيکي شاتګ عمليات پکښي تر سره سوي او يا په بله اصطلاح سقوط سوي دي. د سقوط سويو سيمو او ولسواليو په بيرته نيولو سره به حکومت دوه کاره وکړي: يو دا چي ثابته به کړي چي رښتيا ئې هم تکتيکي شاتګ کړی او بل دا چي د نورو سيمو او حتی د ښارونو د سقوط وېره به کمه کړي.

۳ـ د سولي پر مېز د دريځ پياوړي کولو هڅه

جنګ د سولي پر پروسه مستقيماً تاثير لري. په خاص ډول بيا د سولي پر مېز د اسهامو پر سر د چنو پر مهال ډېر په درد خوري. هلته د بحث پر مهال د حاکميت مسئله را پورته کيږي. د هيواد هر څومره سلنه خاوره چي له هر لوري سره وي، په هماغه اندازه به ئې د سولي په خبرو کي دريځ ته اهميت ور کول کيږي او د احتمالي سولي د تړون په صورت کي به د ده سهم هم د همدې محاسبې له مخي ټاکل کيږي.د افغانستان د اراضي لويه برخه ولسواليو نيولې او دا مهال په ولسواليو کي د حکومت د حاکميت ساحه ورځ تر بلي ځکه کميږي چي حکومت د تکتيکي شاتګ په نامه ډېري ولسوالۍ طالبانو ته ور پرې ايښي دي.دا چاره د سولي پر مېز د واک پر سر د چنو پر مهال تاثير لري او دا کولای سي په راتلونکي حکومت کي د طالبانو او حکومت د اسهامو تر منځ تناسب چي د ثبات له پاره مهم دئ، له منځه يوسي او دغه چاره به د احتمالي سولي په پايله کي د را منځ ته کېدونکي حکومت دوام او ثبات تر سوال لاندي راځي. که دغسي مسئله سي، نو بيا په افغانستان کي سوله په هيڅ صورت امن او ثبات ته زمينه نه برابروي، بلکي د جګړې دوام ته لار هواروي او د جګړې معنی به دا وي چي د جګړې د درولو دا لوی فرصت له لاسه ووځي.حکومت ته بويه چي د تکتيکي شاتګ او امن او ثبات په زيان هر ډول پاليسي عملي کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي او د امن د تأمين پر پاليسي تمرکز وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*