“د اقتصادي ستونزو له امله له لندنه کابل ته راغلم”

160421110245_bismillah_624x351_._nocredit
ليکوال Ahmed Lodin

160421110245_bismillah_624x351_._nocredit

ما کابل کې د ملګرو ملتونو له یوې ادارې سره د بشري ځواک په څانګه کې کار کاوه. له دغه دفتر سره مې د ۲۰۰۳ کال له پیل راهیسې کار شروع کړی و. په ۲۰۱۴ کال کې بي بي سي پښتو په لندن کې د کار د فرصت اعلان وکړ. ما ورته غوښتنلیک ولېږه او له نیکه مرغه بي بي سي تحریري ازموینې ته وبللم.

تحریري ازموینه کې بریالی شوم او بیا یې مرکې یا انټرویو ته وغوښتم. له انټرویو وروسته مې شپه او ورځ د بي بي سي د ایمیل انتظار کاوه چې د هو یا نه ځواب راکړي.

یو سهار وختي مې چې کله خپل ایمیل ولید نو د ګومارنې زېری مې ترلاسه کړی و.

ګومان کوم ژوند کې به یوازې څو ځلې ما دومره خوشالي احساس کړې وي چې په هاغه ورځ مې احساس کړه. اروپا او بیا د لندن په څېر مشهوره ښار کې د ژوند کولو فرصت ته خوشاله وم او دې ته هم چې دنده مې د بي بي سي په څېر منل شوې رسنیزې ادارې سره ده. بله د خوښۍ خبره راته دا وه چې کار مې د بي بي سي له پښتو څانګې سره و ځکه نو په یو ډول مې د فخر احساس کاوه چې خپلې ژبې ته به کار کوم.

خو اندېښمن وم چې لندن کې به له اقتصادي او کلتوري لحاظه ژوند وکولی شم که نه. د پیل څو میاشتو اقتصادي ستونزو چمتووالی مې نیولی و او له کابله مې ځان سره یو څه پیسې وړې وې. د سفر پر ورځ ډېر خوښ وم. له کابله دوبۍ او بیا له دوبۍ مې لندن ته الوتنه درلوده. لندن کې مې ټیکسي ونیوله او هغه هوټل ته روان شوم چې بي بي سي راته په کې کوټه نیولې وه.

عجیبه دا ده چې له ټیکسي نه د راښکته کېدو سره سم مې سخت د خپګان احساس وکړ چې ګنې کومه ډېره ستره تېروتنه مې کړې وي.خو بیا مې له ځانه سره وویل چې په پیل کې دغه ډول احساس طبیعي خبره ده ځکه نوی ځای او نوی چاپیریال دی.

شاوخوا درې میاشتې مې یوازې په لندن کې کار او ژوند وکړ. مېرمن او درې ماشومان مې دغه موده کې کابل کې وو. د ژوند او کار له حالته خوشاله وم، خو د کورنۍ لرېوالي ځورولم. درې میاشتې وروسته مې کورنۍ هم لندن ته راغله. پیل کې مو ژوند ډېر خوندور و. خو ورو ورو مو ومونده چې د معاش پیسې زموږ لګښتونه نه شي پوره کولی. زه اړ شوم چې یو څه اضافه کاري وکړم او تر څنګ یې له کابله راوړل شوې پیسې مصرف کړم.

زما بله ستونزه دا وه چې ما کابل کې د مور، پلار او خویندو ورونو اقتصادي مسولیت هم درلود. خو معاش دومره نه و چې هم لندن کې د کور مصارف پوره کړم او هم کابل ته پیسې ولېږم. نو له یوه کال او څو میاشتو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې باید بېرته کابل ته ولاړ شم او د تېر په څېر په یوه موسسه کې د لوړ معاش دنده ځانته پیدا کړم.

خو مېرمن مې راسره دغې پرېکړه کې سخته مخالفه وه. هغې نه غوښتل هغه فرصتونه او ازادۍ چې لندن کې لرو، له لاسه ورکړي. لکه د ځورونې له تشویش پرته بازار ته تلل، د ماشومانو غوره تعلیم، امنیتي ډاډ او نور تفریحي امکانات.

زه ورسره په دغو خبرو کې هم نظره وم، ستونزه اقتصادي وه. مېرمن مې بیا ویل چې که یو څو کاله مقاومت وکړو نو د وخت په تېرېدو سره به مو اقتصادي ستونزې کمې شي خو زه اقتصادي سختۍ او مقاومت ته چمتو نه وم. ما کابل کې د لوړ معاش او ښو اقتصادي امکاناتو خوند لیدلی و. بالاخره زما خبره ومنل شوه او له لږ لټون وروسته ما کابل کې نوې دنده ومونده.

دلته کابل کې، خپلو مصارفو ته په پام سره، کافي معاش اخلم نو ځکه اقتصادي ستونزې نه لرم. خو که څوک دا پوښتنه وکړي چې له خپلې پرېکړې دې خوشاله یې که خپه نو په هو یا نه ځواب نه شم ورکولی. د لندن ژوند ځانته ګټې درلودې او ځانته ستونزې. دغه راز خپل وطن کې، کابل کې هم ژوند ډېرې ستونزې لري خو تر څنګ یې ډېر مثبت اړخونه هم لري. که بیا راته بهر ته د تلو فرصت لاسته راشي، ولاړ به شم که نه؟ نو دا به بیا بهر کې اقتصادي فرصتونو پورې اړه لري. که وپوهېږم چې اقتصادي ستونزې به ډېرې و نه لرم، نو بېرته تلو ته چمتو یم.

۲۰۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه