اسلام او سیاست – اوله برخه

pen-writing1
ليکوال Ahmed Lodin

هغه چه مونږ او تاسی د سیاست په نوم ناوړه  حیرانتیاوی  او دوه مخیی په ګوته کوو هغه سیاست نه بلکه فتنه ده ، دا هم داستعمار لومه او شوم تبلیغات دی چه مونږ ته یی سیاست ، دوکه بازی ، دروغ ، فریب کاری نور او نور په ګوته کړی  دی، دا نړیوال دجالی استعمار با ماسونیزم دی چه وایی :

سیاست مخ او څټ نه پيژنی یعنی دوه مخی لری سیاست د هر ډول فریب کاریو ځاله  او په هره مثبته  یا منفی وسیله چه وی ځان هدف ته رسولو ته سیاست وایی او دا او دا …

په دی وسیله دوی غواړی چه اسلام له سیاسته جلا او سکولریزم رامنځته کړی چه دین باید له سیاسته لیری او د حکومت کولو ټول قوانین با ید دیموکراسی څخه وضع شوی وی . یعنی حلال او حرامو ټاکونکی د اصلی خدای پر ځّای ماسونیستی خدایان وی یا په بل عبارت دغه ماسونیستی خدایان د اوامرو او نواهیو یواځنی مرچع وی اسلااو مسلمانان په  مسجد کی بندیان  کړی د مسجد خرڅه او د ملا امام معاش هم دوی ورکوی خو ملا امام هم هغه څوک وی چه د دوی له خوا تصدیق شوی وی چه مسجد کی هم د سیاسی اسلام مخه ونیسی .

ماسونیزم :

نړیوال مقتدر ګوند ، چه د نړی وال حکومت د رامنځته کولو په پروسه کار کوی  د دیموکراسی شیطانی دین او نظام دوی اختراع کړی  همدارنګه  اوسنی ایزمونه ( لکه کمونیزم ، کاپیتا لیزم ، نشنلیزم ، سکولریزم او داسی نور)  او امریکایی اسلام هم د د وی په واسطه تدوین او رامنځته شوی او تعقیبیږی تر څو د اخری زمانی اخری دجال راتګ ته لیاری هواری کړی ، ددی ګوند غړی چه اکثریت یی یهودان او صلیبیان دی ، باید د نړی لوی سرماداران ، سیاست مداران او د اسلام سپیڅلی دین سره متعاصبین وی ، ددی نړیوال مقتدر ګوند لوی ابتکار همدا د دیموکراسی شیطانی نظام اختراع وه چه توله نړی باید د همدی شیطانی نظام د قوانینو لاندی چلند ولری چه سکولریزم یی یو اصل دی سکلریستی حکومت کی دین باید له حکومتی چوکات څخه کاملا جلا وی  ،  دینونو ته ځای نه لری ، ټول دینونو  له سیاسته لیری کول د ماسونیزم اصلی هدف  دی تر څو اسلام له سیاسته لیری وساتی .

کله چه اسلام سیاست یا حکومت داری نه شی کولی نو جهاد د څه د پاره دی ؟ اشغلګرو ( ماسونیستانو ) خو د مساحدو دروازی تړلی نه دی حتی دیرو مساجدو کی د مساجدو خرڅه او د امامانو معاشونه او د اسلامی مدرسو ( هغه اسلامی مدرسی چه د دوی د قیادت او نظر لاندی جوړی شوی ) مصارف هم دوی ورکوی ، نه یی د روژی مخه نیولی ، نه یی دزکات او نه یی د حج مخه نیولی او حتی جهادی مشران یی ( لکه ربانی ، سیاف او نور ) د حکومت لوړپوړی چارواکی دی د ماسونیزم په  مقته روپو حج ته ځی .

دا خبره چه سیاست دروغ دی ، هر چیری ده . ماهم دا منلی او کوله چه سیاست دغل کاری ، دروغ ، فریب کاری او د هری لیاری جه وی ځان هدف ته رسولو ته سیاست وایی یعنی دغه شیطانی میدیا او منفی تبلیغاتو په مونږ هم څه اثر اجولی وو ، مګر الله ج  رحم وکړو ، څه اسلامی مطالعو اوڅه  د نړی د روانو حالاتو څیړنو په دی پوه کړم چه د سیاست په هکله ماسونیزم  ( دا سیاسی منفی تبلیغات ) د څه د پاره کوی .
د امی وموندله ، چه  دا هغه اصلی او اسلامی سیاست نه دی چه دوی یی په هکله زهر پاشی کوی هغه دجالی فتنی دی چه د سیاست په نوم یی خبروی تر څو له سیاسته هغه ښه والی لیری کړی چه اسلام یی لری د کومو له مخه چه استثمار او غلامی محوه کیږی .

د سیاست یا پالیټیک تعریف د اسلام له مخی :

سیاست عربی کلمه ده ، سیاست اصلا تاسیسولو ، رامنځته کولو ،  کنترول  او اداری ته وایی ، یا هغه پلانونو او قوانینو ته وایی چه مثبت کنترول اواداره  پکی رامنځته کیږی یعنی په هره ساحه کی دا کنترول شتون لری او باید دا شتون ولری.
سیاست انفرادی او  اجتماعی  اړخونه لری . په عمومی ډول سیاست په کوچنی کچه د یو فرد ، کورنی ، چم ګاوند ، کلی کور اوپه لویه کچه د یوی لویی ټولنی  ( لکه هیوادونه او ټوله نړی ) مثبت کنترول اوپالنی ته وایی چه په هغه ټولنه کی امنیت ، عدالت ، سوله او هوساینه رامنځته شی ،  که انفرادی یعنی  یو کس هم وی ، د هغه د وخت ویشنه ، د هغه دنفس مقابل کی کنترول ، عبادات ،  د هغه د خبلی میرمن ، مور او پلار ، اولادونو ، خویندو ورونو ، خپلوانو ، چم ګاوند ، کلی کور او نورو سره یی حسنه اړیکی او ورځنی تعاملات انفرادی سیاست دی ، په همدی دول له کلی کوره  ، شارونو ،قومونو اوملتونو ته  د سیاست کچه لوړیږی  اوبالاخره ټول نړیوا ل چه  یو د بله سره څه تعاملات لری  هغه اسیاست دی .

سیاست د اسلام له مخی داسی تعریف کییږی :
سیاست د فردی اواجتماعی مثبتو کړنو رامنځته کول ، کنترول او د بدو کړنو مخنیوی ته وایی ( چه عربی کی ورته امر بالمعروف او نهی عن المنکر وایی )  که  هغه فرد وی  ،که  کورنی ، ټولنه ، هیواد او که  ټوله نړی وی ،  د پوره سولی او هوساینی سبب وګرځی .

د اسلامی دی تعریف له مخی چه پورته یاد شو سیاست هیڅکله دروغ ، فریب کاری او داسی نور منفی تبلیغات چه دماسونیزم یا د دیموکراسی پلویان یی کوی نه دی ، په هغه کچه چه اسلام د فرد او ټولنی د پوره سولی او هوساینی د پاره مثبت ، موثر او ګټور کنترول او اداره لری بل دین او نظام یی په نړی کی نه لری داسی ویلی شو چه  د اسلام بل نوم سوله یا سیاست دی پوره سوله د اسلامی سیاست اخری مرحله او هدف دی هغه چه جنګونه رامنځته کوی( لکه د دیموکراسی نظام ) هغه فتنه ده  له اسلامی نظام غیره سیاست او سوله اصلا شتون نه لری .

اسلامی نظام یا اسلامی سیاست  کی د جرمونو مخه د جرم له وقوع مخکی نیول کیږی ، که مجرم سهوا یا تصادفا د کوم جرم مرتکب شی همدغه مجرم په خپله اسلامی محکمی ته ځی پولیس ته اړه نه شته  او مجرم د خپل جرم خپله هم ځان ته اورولی شی او که  محکمه  تری د جرم په هکله پوښتنی کوی څه چه تیرشوی هغه حقایق پرته له وکیلانو محکمی ته اقرار کوی  نو د وکیلانو د مجادلی اړه هم نه لیدل کیږی سمدلاسه یی منی . اسلامی نظام داسی سیاست دی چه یو مجرم انسان پکی هم مجرم ، هم پولیس ، هم وکیل او هم قاضی دی .

په داسی یوه ټولنه کی به د ملی اردو اوملی پولیسو څه اړه وی په داسی یوه ټولنه کی به بی له دی چه د بودیجی زیاته برخه په  امنیت ،  پولیسو او اردو ، وسلو او نظامی وسایلو خرڅ شی  په کرنی ، مالداری صنعت ، ساینس طب انجیتیری او نوره تکنالوجی کی د سولی اوورورولی په فضا کی به  خرڅ شی .
دغه ټولنه ده چه له غلامی او استثمار به ژغورل شوی وی دکومو د پاره چه  نړیوال استثمارګر دهر ډول فریب کاریو ، نظامی یرغلونو ، تروریستی عملیاتو ، کودتا ګانو  او داسی نورو کار اخلی چه له منځه یی یوسی او یا یی کمزوری کړی تر څو د غلامی او استثمار بازار دوی ته  بربنډ پروت وی.

اصلا له دیره وخته می تصمیم درلود چه د اسلامی سیاست او د دیموکراسی د فتنو په هکله څه ولیکم ، که وشی ښه ده ګه کتاب ولیکم  ډیرو علماوو کرامو به لیکلی هم وی ، په دی خاطر د سیاست په هکله غربی میدیا دومره اثر او اغیره خپره کړی وه چه ډير پیاوړی او غښتلی اسلامی ګوندونه لکه جمیعت اصلاح  ، جمیعت تبلیغ او نور او نور د اخبره کوی چه زمونږ د سیاست سره سروکار نه لرو او ځینی خو وایی چه سیاست ګنده شی دی مونږ نه غواړو چه اسلام د سیاست سری شریک کړو .حتی هغه ورځ یوی اسلامی رسنی ته می لیکنی لیږلی دا چه د اسلام بل نوم سیاست او سوله ده نو هره لیکنه ، وینا او عمل یی سیاسی بڼه لری حتی عبادات یی سیاسی اړخ باندی تکیه لری دا چه هر کال د حج په موقع د ټولی اسلامی نړی مسلمانان راټولیږی او یا د جمعو او اخترو ورځو کی جمع کیږی دی ټولو ته منظمه اداره او کنترول ( سیاست ) وایی . نو د هغه پاڼی واکدار راته وایی چه مونږ سیاسی لیکنی نه نشروو  . نور می څه ورته ونه ویل زړه کی می شوه چه په دی هکله باید  لیکنه ولرم.

دا چه زه وایم زمونږ ځینی ورونه په دی هکله نیمګدړتیا لری دا په دی معنی نه ده چه د هغو ورونو اسلامی یاسیاسی پوهه کمه ده ، مونږ په یوه اسلامی کنفرانس کی کنفرانس درلود زمونږ په دغه ورونو کی یو لوی عالم چه ټول عمری یی په اسلامی پوهتنونو کی د اسلامی علومو پروفیسر په حیثیت دنده تر سره کړی وه او ډیر شمیر کتابونه یی لیکلی وو  د دیموکراسی په هکله خبره راغله له ټولو لمړی هغه دروند استاذ په ډیره باوری بڼه اواز وکړو ویل اسلام د  د یموکراسی سره څه مشکل نه لری . هغه مجلس وروسته می ورسره بیا ځانګړی بحث وکړو تاسو باوروکړی هغه وویل چه په اسلامی ټولنو او په ځانګړی ډول علمی او اکاډیمک چابیریال کی لکه پوهنتونونه  او هغه هم په سعودی ، مصر او کویت کی چه تر ټولو اسلامی هیوادونو پکی اسلامی پوهه ډیره مخی  ته تللی ده ، مګرداهم باید هیر نه کړو چه اسلامی پوهیتونونه تر هر څه دمخه د هغه ملکونو سکولریستی حکومتونو د مستقیمو اغیزو لاندی وو کوم چه د دیموکراسی پلویان او یا د ماسونیزم د نړیوال مقتدر ګوند غړیتوب یی درلود . تاسو باور وکړی هغه استا ذ راسره ومنله چه موسم د اخری دجال د پاره زمینه مساعدوی او د دجال نړیوال ګوند دی او دیموکراسی یی نړیوال دجالی دین او نظام دی .

له بده مرغه زمونږ یو شمیر پوهان ، سره ددی چه د ډیر علم خاوندان دی مګر د افغانی وینی د ګرموالی په خاطر که ګناهکاریږی هم په خپله غلطه خبره کلک پاتی شی . همدارنګه یو تبلیغی سره می یوه ورځ د ایمان په هکله خبری کولی هغه راته ویل چه همدا جهاد چه مونږ له کوره د الله ج په لیاره کی ووځو او خلک د الله دین ته راوبلو مونږ د شیطانی سیاست سره کار نه لرو او زیاته یی کړه چه حدیث شریف دی چه اخر وخت کی په مسلمانان ۷۲ ډلی شی او یواځی د تبلیغ ډله به جنت ته ځی .  نو ما ورته وویل چه تاسو کولی شی مونږ ته ایمان لږ نور تشریح کړی هم په لغوی معنی او هم په عملی اصطلاح او عملی بڼه کی  ، ویل ایمان همدا چه مونږ  د اسلام پنځه رکنه تر سره کوو دا ایمان دی او همدا جهاد دی . په هر صورت که مونږ هر څه ورته وویل قانع هم نه شو او حتی ویل یی چه لکم دینکم ولی دین  ، نو داسی دیر مثالونه شته  چه  ماسونیزم مونږ خطا ویستلی یو  ، ددی د پاره یی امریکایی اسلام جوړ کړی او دیر اسلامی کتابونه یی خپاره کړی او ځینی علماوو ته ډیر زیات معاشونه ورکوی چه د امریکایی اسلام د پاره هل ځلی او جدو جهد وکړی .

دا چه زمونږ څینو ورونو ځینی کتابونه ولیکل او په دی هکله یی ډيری مقالی خپری کړی چه کفار تل په نظامی ډګر کی سره ددی چه مالی او مادی امکانات یی د مسلمانانو سره د مقایسی وړ هم نه وی مګر ماتی خوری ولی بیا په فکری جنګ کی مسلمانانو ته ماتی ورکوی ، دغه موضوع چه  اسلام له سیاسته جلا کوی دا هماغه د فکری جنک برخه ده ،  هغوی د همدی د پاره جنګیږی چه د شریعت پرځای د دیموکراسی قانون حاکم او نافذ کړی په نظامی ډګر کی ورته ګټه نه کوی مګر د ډالرو په واسطه زمونږ علما خپله چیغی وهی چه زمونږ د سیاست سره کار نه شته یعنی مونږ هغه اسلام نه غواړو چه شریعت حاکم شی بلکه مونږ یواځی د تبیلیغیانو د مسجد اسلام غواړو نو مونږ په خپله سکولریزم ته لبیک وایو  . دا خبره چه څوک کوی هم ډیر عوامل لری ، یو خو به یی د سیاسی څیړنو نیمګړتیا او کمبودی وی ، مګر ډیر ددی په خاطر چه ماسونیزم زما د ګوند مخه ونه نیسی او یا کوم فنډ تری خپل کړم او ځینی خو د ماسونیزم سره غړیتوب لری ،  حتی زمونږ لوی ویاړلی اسلامی مشهور عالم  علامه سید جمال الدین افغانی به مصر کی تیر وتلی وو د ماسونیزم سره یی غړیتوب اخستی وو مګر له نیکه مرغه چه کله پوه شو هغه غړیتوب یی په رسمی ډول لغوه کړو .

و من الله التوفیق

نور بیا

( الحاج استاذ بیانزی )

۳۸۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه