سياست د اسلام په رڼا کي

sharia
ليکوال لودین احمد
ليکوال: عبدالودود هجران
د عربي ژبي د سياست کلمه د انګليسي د (پوليټیکس) کلمې د معنا سره ورته والی نه لري
بلکي د عربي ژبي د سياست کلمه هر اړخيزه مفهوم لري لکه د نفس اصلاح کول ، کورنی سياست ، تعزيري سياست ، او ټول اصلاحي کارونه د همدې کلمې په مفهوم کي شامل دي  خو د انګليسي ژبې د (پوليټیکس) کلمه یوازي د ملکي، ملي او حکومتي سیاست لپاره کارو کيږي، چي په عربي ژبه کي يې مرادفه کلمه السياسة المدينة ده.
(پوليټیکس) یوه يوناني کلمه ده، چي د پوليس څخه اخيستل سوېده او معنا يې ښاري حکومت دی.
د سياست لغوي معنا : سياست د امارت په وزن د ساس يسوس څخه د قال يقول په وزن د مصدر صيغه ده، د نوموړي فعل مصدر د سوس قول په وزن هم راتللای سي اسلامي پوهان د سياست د پېژندني په هکله په دې نظر دي : علامه ابن خلدون رحمة الله علیه د سياست په باره کي داسي وايي :
(فالسياسة والملک هی کفالة للخلق و خلافة  الله فی العباد لتنفيذ احکامه فيهم ) سياست او حکومت د بندګانو د ساتني او د هغوى د ګټو د ساتني او کفالت او په بشري ټولنه کي د الله جل جلاله د احکامو د پلي کولو د پاره د الله جل جلاله نيابت او استازيتوب دئ. شاه ولی الله محدث دهلوی رحمة الله علیه دا ډول فرمايلي دي چي:
 (وهی الحکمة الباحثة عن کيفية ربط الواقع بين اهل المدينة ) سياست او حکومت د هغه فن نوم دئ چي د يوه هيواد د وګړو تر منځ د ټولنيزو اړيکو د کيفيت څخه بحث کوي. او يو بل عالم او د اسلامي چارو کارپوه راغب اصفهاني رحمة الله علیه د سياست په پېژندنه کي درې شيان  راښيي :
عمارة الارض ( د ځمکي آبادول او د هغې پرمختګ او جوړول ) ، تنفيذ احکام الله ( د الله جل جلاله د حکمونو جاري کول ) ، مکارم الشريعة ( د ښو اخلاقو خوښول).
 د فقهاؤ له نظره د سياست روښانه مفهوم د اصلاحي تدبيرونوخوښول او کسبول ، د حکومت نظم او غوره چاري پر مخ بېول دي. ابن عابدين وايې :وهذا تعريف للسياسة العامة الصادقة علی جميع ما شرعه الله تعالی لعباده من الاحکام الشریعة. ژباړه: د سياست دغه تعريف پرهغو ټولو چارو او تدبرونو باندي صادقيږي چي الله د خپلو بندګانو د اصلاح لپاره مشروع کړي دي. ابن نجيم رحمة الله علیه هم د سياست په اړه په همدې نظر دی،خو د فقهي په کتابونو کي د سياست کلمه په عمومي ډول د ( تعزيري سزاګانو ) د پاره کارول سوې ده ، هغه چي د قرآن او سنت د ښکاره نصوصو څخه په ډاګه سوي نه وي ، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد يې د ټوليز مصلحت مراعت او د فساد له منځه وړل وي.
سياست هغو تدبيرونو ته ويل کيږي چي د هغو په واسطه د ټولنيزو ګټو او مصالحو ساتنه وسي ، او د جرايمو د سزا څخه موخه هم  د مجرمينو اصلاح او د خلکو د مال ، ځان ،عزت ،او  ابرو ساتنه ده ، همدا لامل دئ چي د سياست د لغوي معنا مفهوم پر دغو سزاګانو باندي تحقق پيداکوي.
حدود څه شي دي؟ حدود هغو سزاګانو ته ويل کيږي چي د قرآنکريم د ښکاره آياتونو او يا هم د صحابه رضی الله عنهم د اجماع څخه ثابت او ټاکل سوي وي لکه : د زنا ، غلا ، قطع الطریق ، شرابو چیښلو قذف حد ….دلته زموږ موضوع د سياست اړخونه دي نو ځکه مو پورته توکي وليکل، چي په سياست پوري اړه لري. پورتني تعريفونه  په نظري سياست او علمي سياست پوري اړه لري خو د عملي سياست بنسټ پر سياسي تجربو ايښودل سوی دئ ، د سياسي مفکر او سياسي قائد ترمنځ توپير همدومره دئ لکه د علم او عمل تر منځ او يا هم د فکر او تجربې تر منځ ځکه: چي يوازي د سياست د فلسفې په زده کړي يو شخص سياسي مشر نه ګرځي. يو څوک د انجنيرۍ د فاکولتې د پای ته رسولو او يا د انجنيرۍ د کتابونو په لوستلو سره پوره انجنیر نه سي جوړېدلای تر څو:
چي  د پراکتيک دوره تر سره نه کړي او يا هم د نورو ماهرو انجنیرانو لخوا په عملي ډول ونه روزل سي. نو په دې اساس د انساني ټولني د پرمخ بېولو فلسفه او د حکومت دارۍ په اصولو او قواعدو پوهېدلو باندي شخص سياست پوه او فروفيسور خو جوړيږي ، مګر سياسي لارښود او د  نظام بشپړ چلوونکی نه سي کېدلای تر هغه وخته چي په عملي توګه سياسي تجربه تر لاسه نه کړي او د سياست په ميدان کي رول ونه لوبوي.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۲ ګڼه
——————
ماخذونه :
۱- المنجد ۳۶۲ مخ د سوس ماده.
۲- د اسلامي حکومت نظام ۲۰۰ مخ د مولانا حامد الانصاری  ليکنه ۱۹۵۶ عيسوي کال د هندوستان ډهلي چاپ
۳- مجموعه  شامي ۳ ټوک ۲۰۴ مخ – بحر الرايق ۵ ټوک ۱۱ مخ
 ۴- مدخل الی علم السياسة د ډاکټر جمال الاتاسي ۷ مخ ددمشق چاپ
 ۵- اسلامي سياست  د مولانا ګوهر رحمن ۱۴
۲۷۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه