کابل : زرګونو لاريون کوونکو پر باميان د بريښنا د مزو پر تيريدو ټينګار وکړ .

a
ليکوال لودین احمد

a

د کابل نن ورځې لاريون کوونکو د باميان له لارې د “ټوټاپ” برېښنا پروژې پر لېږد ټينګار وکړ او ويې ويل که دا غوښتنه يې ونه منل شي، هغوى به خپلو مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي.

ټوټاپ، د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته غځېږي، د دې پروژې برېښنا بغلان ولايت او له هغه ځاى څخه کابل ته غځول کېږي.

دولت د سالنګ له لارې د دې پروژې پر غځېدو ټينګار کوي او وايي چې د سالنګ مسير د باميانو په پرتله لنډ دى او له دې لارې غځېدل يې لږ لګښت لري.

 حکومتي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د باميانو اوسېدونکو د برېښنا ستونزې د هوارېدو لپاره له پروان ولايت څخه د برېښنا بل مزى وغځېږي.

خو اعتراض کوونکي چې ډېرى يې هزارګان دي، د باميانو له لارې د برېښنا د دې پروژې پر تطبيق ټينګار کوي.

نن زرګونو کسانو په يو لاريون کې چې د پل سوخته له سيمې پيل او د کابل ښار تر پل ارتل پورې يې دوام وکړ ګډون کړى و او د باميانو له لارې یې د دې پروژې د پلې کېدو غوښتنه کوله.

د پخواني ولسمشر مرستيال او د اعتراض کوونکو یوه رهبر محمدکريم خليلي هم په ننني لاريون کې برخه اخيستې وه.

نوموړي وويل چې هغوى به د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او ترهغه مهاله به مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي، څو يې غوښتنه د حکومت له خوا ومنل شي.

د هغه په خبره، هغوى د ټوټاپ پروژې په لېږد کې د عدالت غوښتنه کوي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د سالنګ له لارې د ټوټاپ برېښنا له لېږد څخه لاس پر سر شي او دا پروژه د باميانو له لارې تېره شي.

هغه زياته کړه: “که د خلکو ګناه عدالت غوښتنه ده، که د خلکو ګناه د عدالت غږ اوچتول دي، که د خلکو ګناه د ځانمرګو او چاودنو له منځه تلل وي، تاسې غواړئ چې د قانون په رڼا کې يې تعقيب کړئ، زه وايم چې تر ټولو لومړى خليلي دې ته چمتو دى.”

هغه زياته کړه: “نن د يو ښاري په توګه د خپلو هېوادوالو تر څنګ له ښاغلي اشرف غني او ښاغلي ډاکټرعبدالله نه پوښتنه کوم چې د غويي ١١مې مصوبې دومره ارزښت درلود څو خلک داسې غبرګون وښيي.”

د روان کال د غويي په ١١مې د افغانستان کابيني اعلان وکړ چې له څېړنو وروسته پرېکړه وشوه څو د برېښنا لېږد پروژه د سالنګ له لارې تطبيق شي.

خليلي د ځينو خلکو د غوښتنې په اړه چې د ټوټاپ پروژه دې د باميانو له لارې پلې شي، زياته کړه: “د خلکو منطق د علم منطق دى، د خلکو منطق ملي منطق دى، د خلکو منطق د يووالي او برابرۍ منطق دی، نه دروغ ويل.”

خليل دره صوفي چې د اجرايي رياست د دويم مرستيال محمد محقق په استازيتوب يې خبرې کولې وويل: “موږ نه د جنوب حق غواړو او نه د شمال… موږ خپل حق غواړو.”

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی احمد بهزاد هم په دغه لاريون کې برخه درلوده، ګواښ يې وکړ چې دغه لاريون یې وروستى نه دى، که يې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، هره ورځ به داسې لاريونونه ترسره شي.

نوموړي زياته کړه: “موږ ځانمرګى نه کوو، موږ چاودنه نه کوو، موږ له تاوتريخوالي کرکه لرو، خو په مدني خوځښتونو به نړۍ تر پزې راولو.”

نننى لاريون د کلکو تدابيرو په چوکاټ کې ترسره شو.

لاريون نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د کابل ښار دهمزنګ څلورلارې کې پاى ته ورسېد.

۹۱۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه