په کندهار کي خاوند خپلي دوې ميرمني ووژلي .

S
ليکوال لودین احمد

 

Sد کندهار ښار د دیارلسمي امنیتي حوزي په مربوطاتو کي په یوه کور کي د دوو ښځو جسدونه پیدا سوي. ویل کیږي دغه دواړي ښځي د خپل خاوند له لوري وژل سوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايې ،  چي د دیارلسمي حوزي د صوفي صاحب زیارت په سیمه کي په یوه کور کي د دوو ښځو جسدونه پیدا سوي دي.

نوموړی وايي چي د پیښي اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی خو په تړاو ئې څو تنه نیول سوي دي.

خپلواک وايی چي پیښه د جنايي پولیسو تر پلټني لاندي ده.

د یادوني وړ ده چي څو ورځي مخکي د څوارلسمي او لسمي امنیتي حوزو اړوند په دوو جلا جلا پیښو کي د يوې پيغلي نجلي او يوې واده کړي نجلۍ جسدونه پيدا سوي وه، چي دواړو ځانونه په دار ځړولي وه د هغو دواړو پيښو اصلي علتونه هم تر اوسه نه دي معلوم سوي.

۹۱۸ ټول کتل سوی شمېر ۸ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه