په کندهار کي پر ( ۳۵۰ ) کورنيو باندي اړين خوراکي توکي وويشل سول .

DSC08216
ليکوال لودین احمد

 

DSC08216

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي بي بي حميدي يوسفي د روژي د مبارکي مياشتي د را رسيدو په مناسبت په کندهار ښار او ولسواليو کي پر ( ۳۵۰ ) اړمنو کورنيو باندي اړين خوراکي توکي وويشل .

په دې توکو کې اوړه ، وريجي  او غوړي شامل وه چي نوموړي د هري کورنۍ کور ته ور وړل او د هغوی د حالت په ليدلو سره يې د کورنۍ غړو ته تسليمول .

اغلي يوسفي کندهار ورځنۍ ته وويل ، چي دا کار يې د الله ( ج )  د رضا او د بيوزلو د ستونزو د حل دپاره وکړ ، نوموړي نور شتمن هم وهڅول چي په دې برخه کي توجه وکړي .

مرسته اخستونکي د دې مرستي څخه خوښ وه او نور ملي سوداګر يې هم د دوی سره مرستي ته وهڅول .

 

۵۶۲ ټول کتل سوی شمېر ۱۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه