مينه انتظار د خپلي وژل سوي خور ( ليلا ) د وژني په برخه کي انصاف او عدالت غواړي .

مينه
ليکوال لودین احمد

 

 

مينه

په  کندهار کي ليکواله او شاعره مينه انتظار د خپلي خور د وژني په برخه کي د انصاف غوښتنه کوي او قاتلينو ته يې سزا غواړي  ، د نوموړي خور ليلا  شاوخوا يوه مياشت مخکي په مرموز ډول ووژل سوه .

د کندهار پوليس وايې چې د هغې د وژني په قضيه کي يې پنځه تنه نيولي دي  .

ليلا د ميني انتظار خور او په کندهار کي د شهيد عبدالطيف ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي وه ، نوموړي يوه مياشت مخکي ښوونځي ته د تګ پر مهال لمړی تښتول سوې او بيا يې څلور وروځي وروسته جسد په ډنډ ولسوالۍ کي پوليس  وموند .

د انتظار په ټکو چي د خور جسد يې حيوانانو خوړلی وو او د پيژندلو نه وو خو دې پر نورو نښو وپيژندی .

د وژل سوي ليلا خور ميني انتظار نن په کندهار پريس کلب کي خبريالانو ته وويل ، چي  اړوند ارګانونو  د عدالت د پټيدو هڅه کوي.

هغه وايې چي د خپلي خور قاتلين يې پيژندلي دي او شواهد هم د ځانه سره لري ، خو د کوم چا د نوم او يا ډلې له يادولو يې ډډه کول .

د ليلا کورنۍ پر پوليسو نيوکه کوي چي د ليلا  په ژغورلو کي پاتي راغلي دي او د خپلي خور د امنيت ساتلو مسوولين يې بولي .

انتظار وايې ، غواړي ورته څرګنده سي چي خور يي چا او ولي وژلې ده ، هغه ټينګار کوي تر هغو چي انصاف نه وي ورکول سوی خپلي هڅي به جاري وساتي .

په کندهار کي د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايې ، چي له پيښي خبر دي خو تر اوسه د وژل سوي انجلۍ د کورني له لوري شکايت نه دی ورته سوی او دوی هم د هغوی شکايت  ته په تمه دي .

امنيه قومانداني وايې ، چي د ليلا د وژني په تور يې پنځه کسه نيولي دي چي يوه يې ښځه ده  ، د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه د لمړنيو پلټو له مخي وايې چي پيښه د بدلمنۍ څخه سرچينه اخلي خو د ليلا کورنۍ د امنيه قوماندانۍ دا خبره په کلکو ټکو ردوي .

۱۵۹۷ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه