پاکستان پر تورخم د دروازې د جوړولو کار بيا پيل کړی دی .

z
ليکوال لودین احمد

 

zپه پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي پرون ورځ چې پاکستان ورسره کومې ژمنې کړې وې، هغه يې پلي کړې نه دي او پر تورخم دروازه کار همغسې روان دی.
حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې که د پاکستان لخوا کار همداسې دوام ولري نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.
د زاخېلوال په خبره پرون يې د پاکستان له پوځ او نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې په دې موافقه سوې وه چې تر ټولو لومړی به پاکستان د تورخم دروازې پر جوړولو کار بندوي او دا شخړه به د خبرو له لارې هواروي.
خو د ده په خبره پاکستان نن بیا پر تورخم دا کار یو وارې بیا داسې پېل کړ چې ګواکې پرون له ده سره په ليدنه کې په دې موافقه سوې ده. زاخېلوال وايي دغه خبر په کله ردوي.
حضرت عمر زاخېلوال په خبره، د پاکستان پوځ مشرتابه ته يې هم دغه پېغام استولی دی.

۲۰۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه