کندهاريان : پاکستان دي د تيري پر ځای رښتينی ګاونډيتوب وکړي .

DD
ليکوال لودین احمد

 

DD

په کندهار کې په سلګونو  قومي  مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو پر ډیورند کرښه هر ډول تاسیسات جوړول پر افغان خاوره تېرې وباله  او پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په دې اړه نن د ولايتي شورا د غونډو په تالار کي پراخه غونډه جوړه سوي وه او وروستی لاريون هم وسو .

د ولس مشر سلاکار حاجي اغالالي دستګيري  ، د ولايتي شورا رييس او نورو ويناوالو د پاکستان پر ضد توندي خبري وکړي ، هغوی له پاکستانه وغوښتل چي د چلونو او دښمنيو پر ځای دي ښه ګاونډيتوب وکړي .

دوی همداراز په  تورخم کې د  پاکستان پر وړاندې دافغان ځواکونو میړانه وستایله او ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

د غونډي برخوالوالو او لاريونوالو  پر افغان حکومت  ږغ وکړ ، چي باید په خپل دریځ کلک ودریږي او اجازه ور  نه کړي چې پر افغان خاوره تاسیسات جوړ کړي.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې په تورخم ښارګوټي کې د پاکستان له لورې د تاسیساتو جوړولو پر سر څلور ورځنۍ نښته وسوه چې اوس لاره بیا پرانستل سوې او جګړه درېدلې ده .

 

۳۱۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه