کابل بازان د کرکټ الکوزي ملي شپږیزې سیالیو اتلولي خپله کړه

ck
ليکوال لودین احمد

د کابل بازانو لوبډلې د الکوزي شپږیزې سیالیو پای لوبه کې مس عینک ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دې سیالیو کې چې شپږو لوبډلو برخه اخیستې وه، پای لوبې ته د کابل بازان او مس عینک اتلانو لاره موندلې وه،

په پایلوبه کې پچه مس عینک و ګټله او په نولسم اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې، چې له ډلې څخه یې زیاتې منډې نوروز منګل ۳۹  او وحیدالله شفق ۳۳ منډې وکړې.
د کابل بازانو له لوبډلې څخه راشد ارمان ۴، کریم جنت ۲ ، حمزه هوتک او محمد سمیع د مس عینک د اتلانو یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د کابل بازانو لوبډله وتوانیدله چې په اتلسم اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو د مس عینک له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۲۰۱۶ کال الکوزی کولاـ شپږیزه لیګ جام په خپل نوم کړي.
د کابل بازانو له ډلې څخه شهزاد محمدي ترټولو زیاتې ۹۲ منډې جوړې کړي.
له لوبې وروسته د شپږیزه لیګ پای غونډه جوړه شوه چې په کې د کرکټ بورډ مشرانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او زرګونو مینه والو برخه اخیستې وه.

د کابل بازانو او مس عینک اتلانو د نننۍ یادې لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي و ټاکل شو . د دې ترڅنګ، په سیالیو کې ښه منډه جوړوونکی او ښه غوره توپ اچونکی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وټاکل شو، نوین الحق د لوبو غوره بالر وټاکل شو، مجیب الرحمان د لوبو نوی ځوان استعداد وټاکل شو، دسیالیو تر ټولو زیات ویکټ اخیستونکی لوبغاړی، راشد ارمان وټاکل شو، همدا ډول له میلمنو لوبغاړو څخه ځانګړې مننه وشوه چې افغانستان ته راغلی او په الکوزی کولا ـ شپږیزه کرکټ لیګ کې ولوبېدل.

۲۸۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه