والي : په پوهني رياست کي اصلاحات راولو . (( نن رييس او تدريسي مرستيال له دندو ليري سوه ))

User comments
User comments
ليکوال لودین احمد

د کندهار والي وايې چي د خلکو د شکايتونو او له کاره د نه رضايت له امله پلان لري څو د کندهار په پوهني رياست کي تغيرات راولي او هغه کړۍ له منځه يوسي چي له امله يې د پوهني بهير ټکنی دی .
والي د کندهار ډېلې  سره د ځانګړي مرکې پر مهال وويل ، چي په نوي پيليدونکي تعليمي کال کي به نوي تغيرات راولي څو له دې لاري د پوهني بهير ګړندی او شته ستونزي حل کړي .
والي ډاډ څرګند کړ چي د تدريسي کتابونو د کمبود ستونزه هم پر حل کيدو ده .
د پوهني په رياست کي د تغيراتو لمړی ګام دا وو چي نن رييس عبدالقادر پيوستون او تدريسي مرستيال محمد عوض نظري له دندو ليري سول .
د والي وياند صميم خپلواک د دواړو د ليري کيدو پخلی کوي .
محب الله قادري د پوهني رياست د سرپرست په توګه نن د کندهار د مرستيال والي عبدالعلي شمسي له لوري د پوهني رياست کارکوونکو ته ور وپيژندل سو .
د کندهار د پوهني بهير چي له کلنو راهيسي له ستونزو سره مخ دی خلک هره ورځ په دې تمه دي چي پرمختګونه به راسي خو د دې مهم بهير حالت ورځ تر بلي مخ پر خرابيدو دی .
خلک په شکايت دي او له دولته د دې بهير پياوړتيا غواړي ، اوس هم په کندهار کي په زيات کچه ښوونځي تړلي دي او په ښوونځيو کي تدريسي کتابونه هم کم دي .

۱۲۱۰ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

لودین احمد

تبصره پر وکړه