سيلاب : د پوهني رييس مي د ښوونځيو د رنګيدو خيريه کار درولی دی .

DSC07989
ليکوال Ahmed Lodin
د کندهار د ولايتي شورا غړی او د سيلاب خيريه بنسټ مشر سيداحمد سيلاب وايې ، ولايتي اداره يې هغه خيريه کار درولی دی چي غوښتل يي د ښار ټول ښوونځي ورنګوي .
نوموړي نن د مدني فعالانو د کتاب غوښتني په غونډه کي وويل ، چي د پوهني رياست د ولايت مقام په امر له ده غوښتي دي چي خپل کار ودروي .
نوموړی وايې چې له دې کاره يې يوازي هدف د تعليمي ځايونو او پوهنيزو برخو پياوړتيا ده او بل هدف نه لري ، د پوهني رياست هم د دې خبري پخلی کوي او وايې چې ولايت مقام همداسي سپارښتنه ورته کړې ده ، خو ولايت مقام بيا د دوی له لوري د دې کار دريدل ردوي او وايې چې يوازي يې د همږغي غوښتنه کړې ده .
د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چي هر څوک د خيريه کار حق لري او موږ يې منندوی يو خو د کار د ښه تر سره کيدو دپاره د اړوندي اداره سره همږغي او موافقه مهمه ده خو سيلاب دا کار نه دی کړی او که موضوع همږغي کړي خپل کار ته دوام ورکولای سي .
تيره اونۍ سيلاب خيريه بنسټ د ښوونځيو رنګيدو چاري پيل کړي چي په لمړي ګام کي يې د کاکا سيداحمد ليسه رنګ کړه .
۶۲۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه