فرهنګ او کلتور : روح الله جان

ROOOO
ليکوال Ahmed Lodin

د کلتور کلمه چې دمادي او معنوي ارزښتونو دټولگې په څېر تعبيريږي او دانسانانو په مرسته ايجاديږي ؛ دلاتينې ژبې له رېښې څخه په بېلابېلو ډولونو او اشکالو اروپايي ژبو ته ورننوتلې ده ، چې په انگرېزي کې دکلچر په بڼه ده ، چې تر هرڅه لومړى د اگريکلچر په کلمه کې مخې ته راځي .

دکلچر کلمه د لومړي ځل لپاره په دولسمه لمريزه پېړۍ کې E.R.Tylor وکاروله او داسې يې تعريف کړه : کلتور يا کلچر يوه پېچلې اصطلاح ده ، چې معلومات ، اعتقادات ، هنرونه ، اخلاق ، قوانين ، آداب و دودونه او ټول هغه تمايلات ، قابليتونه او کسب کړي عادتونه په کې دي ، چې انسان يې دټولنيز غړيتوب په درشل کې تر لاسه کوي ، ددې ترڅنگ د کلچر دکلمې مترادف ثقافت او فرهنگ د ښوونې او روزنې په اړه اساسي او گټور بدلونونه رامنځته کول ، تعليمات ، پوهه ، فني پېژندگلوي ، عمومي معرفت په معنى هم کارېدلى دى يعنې بې فرهنگه او بې کلتوره د د بېسوادۍ ، جهل خرافات او بې تعليمۍ په مفهوم دي . همدارنگه دغه اصطلاح د تمدن سره هم څنگ په څنگ کاريږي ، همدارنگه د فرهنگ په اړه ځينې نور تعبيرونه هم شتون لري ، لکه فرهنگ مردم يا فرهنگ توده ، چې د فولکلور سره همامعنا کاريږي ، که څه هم فلکلور فرهنگ دى خو د فرهنگ ټول اړخونه د فلکلور جز نه دي .

د عميد فارسي قاموس د علم، پوهې، ادب، معرفت، تعليم او تربيې، د يو قوم يا ملت علمي آثار او هم د لغتونو د کتاب په معنا چې د يوې ژبې لغتونه په کې شرح شوي دي. دفرهنگ په نامه يادوي او فرهنگي هغه چا ته ويل کيږي، چې فرهنگ ته منسوب وي. يعنې معلم او مربي يعنې با فرهنگ او باادبه سړى، فرهنگيان يې جمع او فرهنگستان مدرسې، مکتب، د تعليم او تربيې ځاى ته وايي.

د ارواښاد علامه رشاد صاحب دوينا له مخې د کېکاوس د مور نوم هم فرهنگ و ، که چېرې دا خبره سمه وي نو د دغې کلمې عمر به په دې حساب (٣٥٠٠) کلونو ته ورسيږي. بله دا چې د ونې د تر خاورې لاندې شويو ښاخونو څخه سروهونکي تېغ ته هم فرهنگ وايي.

لکه څنگه چې فرهنگ ته په فرانسوي ژبه کې کلتور وايي په عربي کې ورته ثقافت وايي. چې ثقا د نيزې او غشى سموونکې الې ته وايي. ثق ، دانا، هوښيار او مؤدب ته وايي. ثقافت ځيرکي او هوښياري هم بلل کيږي. په انگليسي ژبه کې کلچر ورته وايي.

په ايراني فارسي کې دفرهنگ په شکل کاريږي اود عربي تر څنگ په ځينو نورو گاونډيو ژبو کې دثقافت په ډول راوړل کيږي ، په پښتو ژبه کې ورته ارواښاد محمد گل خان مومند د(هڅوب) کلمه کارولې ده.

همدارنگه دکلتور سره ځينې نورې کلمې هم څنگ په څنگ کاريږي ، لکه دمادي کلتور ، معنوي کلتور ، عيني کلتور ، ذهني کلتور ، ولسي کلتور، دخلکو کلتور ، دژوند کلتور ، انقلابي کلتور او نور چې ځينې يې دځانگړو ايډيالوژيو سره اړه لري چې دلته يې له زيات تفصيل څخه تيريږو .

دا چې کلتور ولې د (اگريکلچر) له کلمې سره مترادف دى ، نو يو علت يې همدا دى ، چې دا کلمه دبشري بدويت دهغو دورو ميراث دى ، چې هلته کرنه دټول اجتماعي فعاليت سرچينه وه او دغې مشغلې دخپل پراخ مفهوم په چوکاټ کې دانساني مناسباتو ( وده او نمو) ددغو تورو تابع کړې وه . کرنه يا اگريکلچر دبشري فهم او ثقافت يوه لويه پديده ده او په هغه زمانه کې چې د انسانانو محدودو ټولنو ته دغه نعمت په نصيب و ، نو دوى ځانونه تر نورو هغو ټولنو چې دا کار يې نه و زده ، ممتاز او لوړ گڼل .

اگريکلچر او د هغه په تکاملي شکل (کلچر ) کې چې کوم ستر مفهوم پروت دى ، هغه د بشري ذهن د انکشاف سره مستقيمه اړيکه لري ، کله چې موږ بشر دخپل لوړ ذهن په قدرت پر دې بريالى وبولو ، چې دى د اسماني کراتو په تسخير کې برخه لري ، نو ددې فهم تکامل موږ ته تر هر څه پخوا دده دکلتوري سير او تحول په مرحلو کې را تر سترگو کيږي .

هغه لومړنى کروندگر چې هغه داهلي شويو حيواناتو دغذاء له پاره په کرنه کې دتحول پر هره مهره او گړۍ يوه اختراع کوله ، نو دايې په کلتور کې دتکامل يو عامل و ، يا په ساده وينا د دغه بزگر ذهن د خپلو شرايطو پر حکم بدلون مانه او دغه بدلون ديوې (ودې- نمو) لامل گرځېده ، چې دغې نمو ته کلتور وايي او ارتباط يې د ( کرنې _ زراعت) سره د اگريکلچر په کلمه کې له دې ځايه راغلى دى ، چې دکرنې يا اگريکلچر له آغاز سره ( کلتور يا کلچر ) طلوع کړې ده .

په بريتانيکا انسايکلو پيډيا کې دکلتور ( کلچر) په باره کې داسې ليکل شوي دي : ((کلتور دخلکو عادات يا طريقې دي ، د هر شي نشونما ده ، چې يوې ځانگړې پالنې ته ضرورت لري ، په مطالعه سره سړى ښه کيږي او دکلتور خاوند کيږي يعنې دعلم او هنر استعداد لري )) کلتور يا کلچر په خپل پراخ تعريف کې ديوې سيمې دخلکو په حال او ماضي کې داميالو ، اعمالو ، لاسي هنرونو ، کرنې ، مذهب ، اقتصاد ، رواياتو ، ژبو او افسانې مجموعې ته ويل کيږي .

فلسفي انسايکلو پيډيا په دې اړه ليکي : ديوې ټولنې رشد او ځانګړې سطحه ، اخلاقي اړخونه او دانسان استعدادونه چې په يوه ځانګړي فورم او شکل کې تکامل وکړي ، د خلکو فعاليتونه ، مادي او معنوي ارزښتونه چې د يوې ټولنې د انسانانو له خوا رامنځته کيږي د کلتور يا فرهنگ معنا ورکوي، چې په دې ډول د کلتور تصور د انسان او ټولنې څخه د باندې وجود نه لري . که څه هم ځينې نورې مقولې شته چې دکلتور کلمه يې له انساني ټولنې څخه دباندې هم کارولې ، لکه ځينې پوهان چې وايي دشاتو مچۍ هم کلتور لري ، دا خبره په خپل ځاى کې سمه ده ، خو دانساني کلتور او فرهنگ سره يې جوت توپير شته او توپير يې د ودې ، نمو او پرمختگ معنوي ټکي دي ، چې په هغوى کې د ارتقا ، لوړوالي او همدارنگه دبدلون پروسه نه تر سترگو کيږي او انساني کلتور ، فرهنگ او يا هم کلچر دبدلون دوامداره پروسه ده .

همدا ډول فرهنگ د انسانانو عمومي مناسبات د جهان او ټولنې سره راپه گوته کوي او د هر کلتور او فرهنگ په اړه معلومات ديوې ټولنې دعمومي کړنو په اړه معلومات دي.

دکلتور کلمه په اجتماعي پوهنو کې زياته کاريږي ( انسان پېژندنه ) ( کلچرل انتروپولوجي ) زموږ په معاصره دوره کې يوه نوې پوهنه ده او ددې پوهنې پالونکي دبشر تکامل په فزيکل يا طبعي او سوشل يا اجتماعي دواړو اړخونو کې پلټي ، دکلتوري انسان پېژندنې يو بل لوى ښاخ اجتماعي انسان پېژندنه ( سوشل انتروپولوجي ، اتنو لوژي يا قوم شناسي ) ده ، چې په هغې کې ديوې ټولنې دخلکو خپلوي ، د ژوند اقتصادي اړخونه ، قوانين ، عرف او عادات څېړل کيږي ، کله چې کلتور د انسان دعيني او ذهني ژوند هنداره وبولو ، نو د هنر ننداره په دغه هنداره کې خورا ښه تره کولاى شو .

که موږ دکلتور په تعريفونو پسې وگرځو او په خپله دې مقاله کې د نړۍ د ايډيالوژيو سره څنگ په څنگ دکلتور تعريفونه راوړو ، نو ديو ځانگړي اثر دليکلو ايجاب به وکړي ځکه دا مهال يوازې دکلتور تر پنځه سوو زيات تعريفونه شوي دي چې دهرې ايډيالوژي خاوندان يې دخپلې ايډيالوژي سره سم تعريفوي .

همدا ډول کلتور دمؤسسو دمجموعې څخه عبارت دى ، چې ديوې ټولنې دغړو سره گډ دى ، دمجموعې اصطلاحي مفهوم هغه چوکاټ او دسمون سيستم دى چې له يو بل سره تړلى او يو له بل سره په توافق کې راغلې مؤسسې دبشپړ سيستم په توگه فعاليت کوي ، دغه کلتوري سيستم دوگړو سره گډ دى ، خو پر دې مفهوم نه چې ټول وگړي او ډلې په کې يو برابر برخه لري يا ټول ژوند کاملاً په يو شان تېروي ، ځينې ټاکلي رولونه شته چې ځينې ټاکلي وگړي يې نه شي لوبولاى ، ځينې ټاکلې مؤسسې شته چې نسبت نورو ته زياته برخه اخيستنه غواړي .

دا چې دکلتوري سيمې اصطلاح يوه تړلې جغرافيوي سيمه ده چې دهغې په داخل کې يو د پېژندلو وړ کلتور او يا هم سب کلتور شتون ولري ، دهغې مقصد هرومرو سياسي يا ملي سرحدونه نه دي سره له دې چې په ځينو لويو او پخوانيو هيوادونو کې کلتوري سرحدونه لږ يا ډېر د هيواد دسرحدونو سره يو شان دي ، کله داسې هم وي چې يوه کلتوري اصلي مؤسسه په دوو يا زياتو لويو ټولنو کې عملاً يو شان خصوصيات ولري .

کلتور دټولنيز جوړښت له پاره دجو ړ شوي پلان مواد تياروي ، ټولنيز چلند تنظيموي تر څو چې ځانله وگړي په ټولنه کې برخه واخلي پرته له دې چې دنويو چلندونو زده کولو او پيدا کولو ته مجبور شي . همدا ډول کلتور دځانله وگړو او ډلو دچلند توپير لرونکې کوچنۍ برخې له يوې بلې سره تړي او منظموي يې ، همدارنگه په هره ټولنه کې کلتور دټولنيز شخصيت دجوړولو او سمولو دپاره يو عمده فکتور دى . که څه هم ديوې ټولنې دغړو ترمنځ زيات شمېر توپيرونه شته دى ، چې د دوى له هر يوه څخه ځانته شخصيت جوړوي ، خو په همدې وخت کې کلتور دځانله وگړي شخصيت ته يو ډول خصوصيت ورکوي ، چې هيڅ وگړى ترې بې برخې کېدلاى نه شي ، دا طبعي خبره ده چې خپلواک ژوند تېروونکي وگړي ددې استعداد لري چې انتخاب وکړي او دخپل چاپيريال په مقابل کې په توپير لرونکي توگه عکس العمل ښيي ، خو دده ټولنيز شخصيت په زياته اندازه دکلتور توليد دى ، له همدې کبله د انسانانو دمختلفو ډولونو په اړه خبرې کيږي .

د ټولنيزو فعاليتونو دتحليل او څېړنې څخه په څرگنده توگه هغه گټور توب معلوميږي چې کلتور ديوې ټولنې په چوکاټ کې نه يوازې دځانله وگړي او ډلې دپاره ، بلکې دټولنو ترمنځ د مناسباتو دپاره هم عمل کوي ، سړى ويلاى شي چې يوه ټولنه هغه څه ده ، چې کلتور ورڅخه جوړېداى شي البته برعکس يې هم ښايي سم وي.

يو کلتور هغه څه دي چې ټولنې جوړ کړى دى ، کلتور او ټولنه له يو بل سره نه بېلېدونکې اړيکې لري او دنوک او اورۍ حيثيت لري ، د وگړو او کلتوري عناصرو ترمنځ دمتقابلې آغېزمنتيا او توافق پرلپسې بهير روان دى .

د ډله ييز ژوند دمفهوم او کلتوري عادتونو اساسي څرگندونه دټولنيزو ارزښتونو په وسيله تر سره کيږي ، ټولنيز وگړى له يوې خوا دلېږد تابع دى او له بلې خوا يې عملي کوي ، دکل په حيث کلتور او ټولنه پرلپسې اوښتون کوي او دټولنيز کنټرول دتوپير لرونکو اشکالو تر اغېزې لاندې راغلي دي ، د وگړو نورمونه او ارزښتونه کله کله سره ټکر کوي او موضوع انحراف ته رسيږي ، خو بيا هم دټولنيز کلتوري يووالي اندازه شته دى .

موږ په خپله ليکنه کې ارزښتونه ذکر کړل نو ښه به داوي چې دارزښتونو په اړه هم يوه لنډه يادونه وکړو ، ټولنپوهان ارزښتونه دداسې معيارونو په حيث تعريفوي ، چې دهغوى اساسي ډلې يا ټولنې د وگړو ، سلوکونو ، هدفونو او نورو ټولنيزو کلتوري شيانو په هکله قضاوت کوي .

زيات وخت داسې هم وي چې کلتوري سيمه نسبتاً يوه وړه سيمه وي چې په کې اوسيدونکي وگړي مشابه سلوکونه لري ، چې دلويې او پراخې ټولنې څخه توپير لري ، ديو لوى هيواد توپير لرونکې سيمې خصوصاً هغه وخت چې زاړه دودونه ولري کلتوري يا سب کلتوري سيمې ښيي ، د کلتوري سيمو اصطلاح خصوصاً دشډلو ولسونو دڅېړنې او زړو قومونو او ولسونو دتاريخي تحليل لپاره گټوره ده ، همدارنگه دکلتوري کملپلکس اصطلاح هم داتنوگرافيکي او کلتوري انتروپولوژي په اثارو کې زياته ليدل کيږي .

دا چې دپښتني فرهنگ په اړه په لويديځ او ختيځ کې ډېرې زياتې ليکنې او څېړنې شوي ، چې دهغو په اړه بيان او کره کتنه او يا هم حتى دبيبليوگرافي برابرول يې هم ديو ځانگړي اثر موضوع ښکاري ، کېداى شي چې په خپله دپښتنو ليکوالو په ليکنو کې داتنوسنټريزم او نشنليزم بېلگې زياتې وي ، ځکه هر قوم ، که هر څومره دځان په اړه دعينيت خوښونې او بې طرفۍ ادعا وړاندې کړي ، بيا هم د بې غرضه نندارچي په توگه نه شي پاتي کېدلاى ، خو دپښتنو په اړه بهرنيو ليکوالو ډېرې څېړنې کړي دي چې اکثر يت يې انگرېزان دي ، چې له پښتنو سره يې خونړۍ جگړې کړي دي ، خو دپښتنو د مېلمه پالنې ، په ناموس باندې غيرت ، توره او لوړ همت ، پر قوم وياړنه ، له خپلواکۍ سره مينه ، دپناه غوښتونکي دپت ساتنه او نور يې دعمده کلتوري کرکټرونو په ډله کې ياد کړي دي ، البته دغو ليکوالو دپښتنو دفرهنگي کرکټر ناوړه خواوې لکه تربگني او گونديماري ، حسادات (چې عمر لنډوي) بې علمي او داسې نور هم ياد کړي دي ، چې دغه کلتوري ناوړه کردارونه دپښتنو سترو مشرانو لکه خوشال بابا او معاصر پښتون مشر خان عبدالغفارخان هم غندلي دي او ددوى آثار يې په اړه شاهدي وايي ، چې ددغو ناوړو کرکترونو څخه هيڅ پـښتني ټولنه خالي نه ده او تر اوسه پرې اخته ده ، که څه هم دپښتني ټولنې په ځينو کرکترونو کې بدلون راغلى دى ، خو بيا هم دژور بدلون اړتيا محسوسه ده .

څو لسيزې وړاندې دافغانستان دعلومو اکاډمي دپښتو څېړنو نړيوال مرکز دافغانستان دځينو سيمو په اړه ځينې څېړنې کړي دي ، دغه څېړنې چې ديو کتاب په شکل راټولې شوي او د( پښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت ) تر سرليک لاندې چاپ شوي دي ، دپښتني ټولنې د ځينو په اړه ژوندي مثالونه هم لري او دپښتنو دځينو مثبتو او منفي فرهنگي توکو په اړه يې خبرې کړي ، چې دلته يې له ډېر تفصيل څخه تيريږو ، خو بايد يوه يادونه وکړو ، چې دغه منفي توکي لا اوس هم زموږ په ټولنه کې ترسترگو کيږي ، که موږ دخپلې ټولنې پرمختگ او ارتقا غواړو اړينه ده چې دغه توکي هم په خپل وار سره له منځه يوسو او يا هم ژور بدلونونه په کې رامنځته کړو تر څو د خپلې ټولنې خوشحالي ، لوړتيا او انکشاف له نېږدي مشاهده کړو .

دا چې په کلتور او فرهنگ کې دانساني ټولنې ټول مادي او معنوي ارزښتونه دخپل تکامل او بشپړتيا پړاوونه وهي او پرلپسې دبدلونونو سره مخ وي ، نو پښتني ټولنه چې له ډېر پخوا زمانې څخه يوه فرهنگي او کلتوري ټولنه بلل شوې ده ، دپرلپسې کلتوري بدلونونه سره مخ ده او دځينو نورو ټولنو سره دکلتوري برخې په اړه بشپړ تفاوتونه لري ، لکه دپښتني سيمو په ځينو ټولنو کې داتڼ دود شته خو په ځينو نورو سيمو کې بيا دغه دود له سره نه تر سترگو کيږي، همدارنگه دچنغلۍ دود چې دافغانستان په ځينو سيمو کې رواج دى، خو په ځينو نورو سيمو کې ددغه ډول دود په اړه تصور نه شته او بيا هم که څوک يې په اړه تصور وکړي ډېرې ناوړه پايلې لري .

که موږ په ټوليز ډول دپښتني ټولنې فرهنگي او کلتوري ارزښتونو ته ځير شو نو دا به جوته شي چې پښتني ټولنه له ډېرې پخوا زمانې څخه تر اوسه د ځانگړي پښتني او اسلامي فرهنگ د زانگو حيثت درلودلى دى او پرلپسې له بدلونونو سره مخ شوې ده ، دبېلگې په ډول که موږ وگورو ، نو دواده ، مړي او همدارنگه د نورو خوشحاليو او غمونو پر مهال دځينو دودونو دبدلون شاهد يو لکه پخوا به چې دچا په کورنۍ کې مړى وشو ، نو خلکو به دشومې په نامه دمړي دکورنۍ مال (غوا ،غوايي او نور ….) حلال کړل او دمړي دغم په ورځ به يې يو بل غم هم دمړي په کور کې جوړ کړ ، که څه هم دمړي خاوند دا کار دزړه له اخلاصه کاوه او ددې کار نه کول يې شرم باله خو اوسمهال دغه دود ډېر کم شوى او حتى په ځينو سيمو کې هيڅ نه تر سترگو کيږي او نه يې هم څوک شرم بولي ، همدارنگه د واده په محفلونو کې هم جوت توپير تر سترگو کيږي.

د هرې ټولنې کلتور د هماغې ټولنې دپوهې سره سم رامنځته کيږي او د کلتور او ټولنيزې پوهې د اړيکو په اړه يو بل باب پرانيزي ، چې موږ ترې دې پايلې ته رسيږو ، هره ټولنه خپل کلتور او فرهنگ لري او د بلې ټولنې دکلتور او فرهنگ سره يې يو شان بلل نا شوني دي .

که موږ دفرهنگ ، تمدن ، کلتور ، فولکلور او ځينو نورو مقولو دبېلگو او دهغې د څيړلو په اړه دې ليکنې ته نور هم دوام ورکړو ، نو ځينې شيان به سره خلط کړو او بيا به يې بېلول ډېر گران وي ، ځکه دغه مقولې که څه هم سره ډېرې نېږدې دي ، خو لرې والى يې له نېږدېوالي څخه هم ژور دى .

په پښتني ټولنه کې دپښتني کلتور او فرهنگ ډېر زاړه ځانگړي دودونه لکه د جرگې ، مرکې ، تربگنۍ ، پښتني کوډونو ، عنعنوي رواياتو ، عنعنوي دودونو ، انگېرنې ، دخلکو ويناوې او د مادي او معنوي کلتور نورې بېلگې هم شتون لري ، چې دلته پرې له ډېرو خبرو ډډه کوو او دخپلې ليکنې لمن رانغاړو .

اخځليکونه :

  1. کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي ، دپښتو پر شفاهي داستان يوه تحليلي څېړنه ، داطلاعاتو او کلتور وزارت ، دنشراتو رياست ، دولتي مطبعه ، ١٣٧٠ ل کال.
  2. پښتو – پښتو تشريحي قاموس ، څلورم ټوک ، دافغانستان دعلومو اکاډمي ، دژبو او ادبياتو مرکز ، دوهم چاپ ، (ميديوتيک)، کابل، ١٣٨٣ ل کال.
  3. کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي ، فولکلور پېژندنه ، دافغانستان دعلومو اکاډمي ، دژبو او ادبياتو مرکز ، پښتو ټولنه ، کابل ، ١٣٦٥ ل کال .
  4. بروس کوئن ، درامدى به جامعه شناسي ، ترجمه محسن ثلاثى ، تهران ، فرهنگ معاصر ، ١٣٨٥ش
  5. بروس کوئن ، مبانى جامعه شناسي ، ترجمه داکتر غلام عباس ، تهران ، سمت ، ١٣٩٠ ش .
  6. يوسف ، اچ ، فيښتر ، ټولنپوهنه ، دعبدالروف خپلواک ژباړه ، کابل پوهنتون ، ١٣٥٣ ل کال .
  7. http://www.mashal.org/content.php
۱۸۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه