په کندهار کي د زون په سطحه د اولمپیک د ملي کمیټي دفتر پرانيستل سو .

DSC08059
ليکوال Ahmed Lodin

د دفتر د پرانيستني او د اولمپيک د بيرغ پورته کولو په مراسمو کي د مرستيال والي تر څنګ د افغانستان د اولمپيک کمېټې سرپرست رئيس محمود حنيف، ورسره پلاوي، د ملي پوليسو د روزنيز مرکز پخوانی مشر جنرال ظريفي، د کندهار د فوايد عامې رئيس، داقتصاد رئيس، د مخدره توکو سره د مبارزي ریس او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د ياد دفتر پرانيستل د اولمپيک په برخه کي ښه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل چي د دې دفتر په مرسته به ځوان استعدادونه وروزي، ځوانان به له نشه يي توکو څخه وژغوري او له دې لاري به کندهار ته افتخارات ورپه برخه کړي.
ښاغلي شمسي پر ځوانانو ږغ وکړ چي ورزش ته مخه کړي او خپلي سيمي او ولايت ته افتخارات راوړي. نوموړي د ميوند اتلانو پرله پسې برياوي وستايلې او ويې ويل چي زموږ ځوان استعدادونه د روشن په غوره ليګ کي ښه وځېدل او دا دی يې بيا برياليتوب ترلاسه کړ.
د افغانستان د اولمپیک کمېټې سرپرست رئیس محمود حنیف وویل: ډېر خوشحاله یم چي کندهار ته په سفر راغلی یم. له دې سفر څخه مي هدف په کندهار کي د زون په سطحه د اولمپیک دفتر پرانيستل دي.
ده په خپلو خبرو کي وویل: دا دفتر به خپل کارونه نه یوازي په کندهار کي کوي، بلکي د ټول زون په سطحه به فعالیت کوي، د لوی کندهار څخه به د اولمپیک په برخه کي به ورزشکاران روزي او تجربه لرونکي کسان به مرکز ته معرفي کوي.
د يادوني وړ ده چي د سپورټ امریت پخوانی امر محمدالله ګلالی د اولمپيک د دفتر مسئول وټاکل سو.

۶۶۹ ټول کتل سوی شمېر ۸ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه