کندهار : د کوچنيانو دپاره نوی وارډ جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو .

14495321_1152212421504575_2470955197877736612_n
ليکوال Ahmed Lodin

په میرویس حوزوي روغتون کي سره صليب نړيوالي کمېټې لخوا د کوچنیانو لپاره نوی وارډ جوړ او نن ګټي اخیستني ته وسپارل سوو.
دغه ودانۍ چي د کوچنیانو لپاره ځانګړې سوې، نن د کندهار ولایت مقام او عامي روغتیا ریاست د مسئولینو لخوا پرانیستل سوه.
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي د کوچنیانو د وارډ د پرانیستلو پر مهال خبریالانو ته وویل چي پر دې ودانۍ یو میليون ډالره لګښت راغلی چي د سره صليب نړېوالي ادارې لخوا ورکول سوی.
نوموړي وویل چي مخکي د کوچنیانو د وارډ ظرفیت ۴۵ بستره وو خو د دې ودانۍ په جوړیدو سره يی ظرفیت ۱۶۵ بستره ته لوړ سو.
کندهار ميرويس روغتون د حوزې په سطحه فعاليت کوي، مخکي ئې د کوچنيانو وارډ ډېر کوچنی وو، چي د ټولي حوزې د ناروغانو لپاره ئې بسنه نه کوله.
د کندهار د عامي روغتیا سرپرست ډاکټر احمد الله فیضي وايي چي د دغه وارډ په جوړیدو سره ډیر اسانتیاوي برابري سوي او اوس مهال د ټولي حوزي مریضانو ته رسیدګي کېدلای سي. د هغه په خبره، له دې سره د روغتون نسائي او ولادي څانګه هم پراخه سوه.
روغتون ته راغلو ناروغانو او پايوازانو ئې په دې کار خوښي وښوده او ويله ئې مخکي د ځای له تنګوالي سره په ستونزو کي وه.
د عامي روغتیا ریاست مسئولین همداراز خبر ورکوي، چي د کندهار ښار په عینو ښارګوټي کي د یوه ۳۵۰ بستریز روغتون چاري رواني دي چي تر ډيره يي کار مخته تللی دی.

۳۳۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه