په زابل کي ( ۶۰۰۰۰ ) ماشومان له زده کړو بې برخي دي .

Picture1
ليکوال Ahmed Lodin

په زابل کي لا هم د ۲۵۰ ښوونځيو له ډلې ( ۱۵۰ ) تړلي دي او ان دا مهال د لسو څخه پنځه ولسوالۍ بيخي ښوونځي نه لري چي له امله يې ۶۰۰۰۰ماشومان له زده کړو بې برخي دي .
د زابل چارواکي د دې خلا پړه پر خلکو ور اړوي .
ها خوا په مرکز کلات کي د مرکزي ښوونځيو زده کوونکو ته په ټول تعليمي کال کتابونه هم نه دي ورکول سوي .
نا ا منیو په زابل کې شپېته زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي دي.
د ۲۵۰ ښوونځيو له ډلې ۱۰۰ یې تش په نامه فعاله او يو سلو پنځوس نور لا هم تړلي پاتې دي.
د دې ولايت د پوهنې رييس رحيم الله لودين وايي ، د تړلو ښوونځیو په پرانیستې کې خلک ورسره همکاري نه کوي.
نوموړی وايې په يادو سيمو کي يې د تړلو ښوونځيو د خلاصولو ډيري هڅي کړي دي خو نه دی توانيدلی .
د تړلو ښوونځيو له امله ۶۰۰۰۰ ماشومان له زده کړو بې برخي دي خو په فعالو ښونځیو کې ۵۰۰۰۰ تنه زده کوونکي زده کړي کوي چي ۸۰۰۰ يې انجوني دي .
روان ښوونيز کال مخ پر خلاصيدو دی خو په زابل کې تر اوسه زده کوونکو ته د ډيرو مضامينو کتابونه نه دي ورکول سوي او ښوونکي هم په خپله دنده کي ناغيري کوي.
د زابل چارواکي وايې ، چي د کتابونو ستونزه يې په وارو وارو له مرکزه سره شريکه کړې ده خو تر اوسه نه ده حل سوې.

۳۱۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه