په کندهار کي د انارو سږني حاصلات خورا خوندور دي ( ويډيويي راپور )

DSC09132
ليکوال Ahmed Lodin

سږ کال په کندهار کي د انارو حاصلات ډير سوي دي او د کيفيت له لحاظه هم بې جوړي دي .
د دې ولايت سوداګريزه خونه وايي په هيواد کي دننه دانارو دښه کيفيت له امله بازارونه دنور کلونو په پرتله ښه دى خو د حکومت دبې غورى له امله نړيوال بازار نه لري .
ددوي په وينا چي دا مهال يوازي له پاکستان او هندوستان سره د انارو قرار دادنونه لري اونور هيوادنو ته تراوسه صادرات نه دي سوي .
پرهمدې مهال کرونده ګر هم له دولت څخه غوښتنه کوي چي دانارو دحاصلاتو لپاره يې نړيوال بازار پيداکړي .
کندهار چي دهيواد په کچه يې تازه ميوه د ښه شهرت لرونکې ده سږ کال يې د انارو حاصلات تر نورو کلونو ښه کيفيت لري خو دولت ورته دبازار موندنى په برخه کي زمينه نه ده برابره کړې .

د دې ولايت دسوداګرۍ خوني مشر وايي تر دې مهال يې هند او پاکستان هيوادونو ته ١٢ زره ټنه انار صادر کړي دي خو دپام وړبازار نه لري .
هغه وايي د دولت د نه پاملرني له امله له نور هيوادونو سره تجارتي اړيکي نه لري اوله همدې امله سوداګر په انارو کي زيان کوي .
نوموړى وايي تير کال دوي دوبۍ ، روسيې ، او چاپان هيواد ته انار صادرول خو سږ کال د سياسي ستونزو له امله تر اوسه دغو هيوادونو ته هيڅ ډول صادرات نه لري .
په ورته وخت کي باغ لرونکي وايي چي دتيرو کلونو په پرتله يې سږ کال د انارو حاصلات ښه کيفيت لري خو يوازي پاکستان ته صادريږي چي دوي ته کومه ګټه نه رسيږي .
دوی په دې برخه کي له دولت څخه د نړيال بازار غوښتنه کوي .
باغ لرونکي وايې ، دوې مياشتي مخکي د انګورو په موسم کي پاکستان خپله دروازه تړلې وه چي له امله يې دوى ته زيات زيانونه واوښتل او اوس هم دغه ويره موجوده ده چي دوی يې انديښمن کړي دي .

۶۰۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه