ننګرهار کې شپږ انسان تښتوونکي پر ۱۵ کاله بند محکوم شول

Nannn
ليکوال Ahmed Lodin

د ننګرهار استيناف محکمې د يوې علني محاکمې پر مهال شپږ انسان تښتوونکي هر يو پر پنځلس کاله تنفيذي بند محکوم کړل او په ياده قضيه کې يې اوو کسانو نورو ته برائت ورکړ.

دغه راز په دې علني محاکمه کې يو بل تن ته د انسان تښتونې په قضيه کې د اسناد نه درلودو له امله برائت ورکړل شو؛ خو د زنا د فعل په قضيه کې د ښکېلتيا له امله پر دوه کاله تنفيذي بند محکوم شو.

د ننګرهار استيناف محکمې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه علني غونډه د لړم په څلورمه نېته د ننګرهار ولايت استيناف محکمې رييس عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ او د قضيې د طرفينو او عامو خلکو په شتون کې دوه ورځې دوام وکړ.

قضايي پلاوي لومړی موظف څارنوال ته د دوسيې د اورولو وخت ورکړ.

موظف څارنوال څارنيار شيرين محمد په قضيه کې د ښکېلتيا پر وړاندې راټول کړي ثبوتونه وړاندې کړل او پر اساس يې له قضايي هيئت څخه د جزا غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د تورنو کسانو مدافع وکيلانو د دوی پر موکلينونو لګول شوي تورونه بې بنياده وبلل او له قضايي پلاوي څخه يې د عادلانه پرېکړو غوښتنه کوله.

د علني غونډې قضايي پلاوي د موظف څارنوال او مدافع وکيلانو سربېره د زيانمن شوو کسانو خبرې هم واورېدې او د عدالت ډاډ يې ورکړ.

خبرباڼه کاږي چې قضايي پلاوي د قضيې له څېړلو او هر اړخيزو خبرو له اورېدو وروسته د ښاري محکمې د کورني او بهرني امنيت د جرمونو پر ضد د مبارزې دېوان فيصله نقض او د استيناف محکمې قضايي پلاوي د قضيې د طرفينو په شتون کې شپږ تنه د انسان تښتونې د قانون د شپږمې او د جزا قانون د ۳۹ دېرشمې مادو په نظر کې نيولو سره هر يو پر پنځلس – پنځلس کاله تفيذي بند محکوم کړل .

همدارنګه په ياده قضيه کې اوه ۷ کسانو ته د معقولو ثبوتونو او دلايلو د نه شتون له امله برائت ورکړل شو.

دغه راز په دې علني غونډه کې يو بل تن ته د انسان تښتونې په قضيه کې د کره ثبوتونو د نه شتون له امله برائت ورکړل شو، خو د زنا د فعل له امله د جزا د قانون د ۴۲۷ او ۱۵۸مې مادو په نظر کې نيولو سره پر دوه کاله تنفيذي بند محکوم شو.

د دې علني محاکمې يو ګډونوال او په ننګرهار کې له شفافيت څخه د څار ادارې استازي ډاکټر حنيف هاشمي په خپلو خبرو کې ياده محاکمه عادلانه ياده کړه او زياته يې کړه چې په محاکمه کې هېڅ ډول درغلي نه ده شوې.

هغه زياته کړه چې محاکمه د عامو خلکو او دوی په حضور کې ترسره شوې او د هېچا په حق کې ظلم نه دی شوی.

دا په ننګرهار کې درېيم ځل دی چې علني محاکمې جوړېږي او په بېلابېلو جرمونو مجرمينو ته په کې سزاوې ورکول کېږي.

د کتونکو په باور، که په هېواد کې علني محاکمې زياتې شي؛ نو له يوې خوا په قضايي ادارو باور زياتيږي او له بلې خوا ورسره د جرمونو کچه هم کمېږي.

۳۴۴۴ ټول کتل سوی شمېر ۱۹ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه