میرمن شربت ګله د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته ولیږل سوه

Sha
ليکوال Ahmed Lodin

د شنو سترګو لرلو له امله په نړیواله توګه مشهوره افغان میرمنه شربت ګله، چې د جعلي اسنادو تذکرې جوړولو په تور د پاکستانیو پولیسو لخوا نیول شوې، د یوې محکمې لخوا ۱۴ ورځو لپاره زندان ته لیږل شوې ده.

افغان کډواله میرمنه شربت ګله څو ورځې مخکې د پيښور پولیسو لخوا د پاکستان د جعلي تذکرې ( شناختي کارډ) جوړولو په تور نیول شوې ده.

پاکستانیو رسنیو د لړم په ۷مه، خبر ورکړی، چې میرمن شربت ګله نن د پيښور یوې سیمه ییزې محکمې ته وړاندې کړی شوې وه.

خو میرمن شربت ګله د قاضي پر وړاندې له خپل جرم څخه انکار کړې او پر ځان یې لګیدلي تورونه رد کړل.

یادې محکمې ددواړو لوریو وکیلانو ددلایلو تر اوریدلو وروسته میرمن شربت ګله د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته ولیږله.

میرمن شربت ګله ، په ۱۹۸۴ زېږديز کال کې د پېښور په ناصرباغ مېشت غالي کې د یوه امريکايي فوټو ژورنالېست سټيو مک له خوا يې عکس اخيستل شوى و او دا عکس بيا د امريکا په مشهورې نېشنل جيوګرافيک مجلې په ټايټل کې خپور شوى و

بلخوا په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال هیله څرګنده کړې، چې میرمن شربت ګله به ډیر ژر خوشې شي.

هغه په ټولنیزه شبکه فیسبوک کې لیکلی : ((په پيښور کې زموږ حقوقي ډله له اړوندو مسوولینو سره لیدلي، نن یې لومړۍ محکمه وه، دراتلونکې سه شنبې په ورځ یې دویمه محکمه ده او موږ هیله لرو، چې تر دویمې محکمې وروسته شربت ګله خوشې شي.))

زاخیلوال ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سره یې په دې اړه ټیلیفوني اړیکې نیولې او یو لیک یې هم ورته استولی دی.

هغه زیاته کړې، چې د میرمن شربت ګلې نیول کیدل ټول افغانان خپه کړي دي او د هغوي احساسات یې مجروح کړي دي.

زاخیلوال ویلي، چې میرمن شربت ګله جعلي اسناد نه دي جوړ کړي، بلکې د پاکستان د احصایې مرکزي ادارې تر ۵۰۰ زرو زیاتو افغانانو ته دا کارتونه جوړ کړي دي.

د افغانستان سفیر ویلي، چې پولیسو د نیولو پر مهال له میرمن شربت ګل څخه څه کم درې زره ډالره هم وړي دي.

هغه وایی، تر خوشې کیدو وروسته به میرمن شربت ګله وهڅوي، چې هیواد ته ستنه شي او له ولسمشر به وغواړي، چې هغې ته یو کور ورکړي.

مېرمن شربت ګله د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې اوسېدونکې ده، هغې څو کاله مخکې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې وه، خو دا نه ده معلومه چې اوس بيا ولې په پېښور کې اوسېده.

د هغې عکس چې د ۱۹۸۵ زېږديز کال په جون مياشت کې د امريکا په نېشنل جيوګرافيک مجله کې د «افغانې نجلۍ» تر نامه لاندې چاپ او وروسته بیا دغه عکس خورا مشهور شو.

شربت ګله تر ۲۰۰۲ زېږدیز کال پورې د «افغانې نجلۍ» په نامه يادېده چې په همدې کال يې خپل نوم يانې شربت ګله په ډاګه شو.

دغه عکس په داسې حال کې اخيستل شوی چې شربت ګلې سور سالو پر سر کړی او اوبو ته ورته شنې سترګې يې کمرې ته مخامخ نيولې دي چې په ۱۹۸۰ يمه لسيزه کې د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حالت انځورګري کوي.

دغه عکس، هغه مهال د نېشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کې، تر ټولو غوره عکس ګڼل شوی و.

۵۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه