هلمند کې د شهید خبریال نعمت الله زهیر د فاتحې مراسم ترسره شول

14915326_10154798045707147_3023833961487796058_n
ليکوال Ahmed Lodin

په هلمند کې د اریانا نیوز خبریال شهید نعمت الله زهیر د فاتحې مراسم نن د لښکرګاه ښار بست روغتون جومات کې ترسره شول.
د فاتحې مراسمو کې د هلمند والي، د ولایتي شورا وکیلانو، ګڼو خبریالانو، مدني فعالانو، د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، ځوانانو، قومي مشرانو او ولسي وګړو ګډون وکړ.
د اریانا نیوز خبریال ارواښاد نعمت الله زهیر د تیرې جمعې په ورځ په «سورګودر» سیمه کې د طالبانو ماین چاودنه کې په شهادت ورسید او په همدې پیښه کې د خاور تلویزیون موټر چلوونکی ټپي شو.
د فاتحې مراسمو کې د شهید نعمت الله زهیر روح ته دعاوې وشوې او ټولو ګډونوالو د ارواښاد زهیر کورنۍ او د نوموړي همسنګرو ملګرو خبریالانو سره د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب شریک کړل.
د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات شهید نعمت الله زهیر د حق د لارې او بیان ازادۍ مبارز لاروی یاد کړ او وویل، چې د هغه نوم به تل ژوندی او یاد به یې تل پاتې وي.
ښاغلي حیات په عامه ځایونو، سړکونو او د خلکو کورونو کې د ماینونو خښول وغندل او د طالبانو دا ډول اعمال یې د اسلام او بشریت ضد یاد کړل .
د شهيد زهير په وير په ټول هيواد کي غونډي او فاتحې رواني دي .

۲۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه