کندهار : خبريالانو د سويلي ژورنالستانو پر خونديتوب ټينګار وکړ .

Picture2
ليکوال Ahmed Lodin

په هلمند کي د اريانا نيوز د خبريال تر وژني وروسته د سويل د خبريالانو انديښني نوري هم ډيري سوي دي او دا مهال په هلمند او ارزګان کي هر خبريال د مرګ د ګواښ سره مخ دی .
سويل ميشتو خبريالانو نن د شهيد زهير د وير په مراسمو کي په جګړه کي له ښکيلو غاړو وغوښتل چي د خبريالانو له وژني او تهديد څخه لاس واخلي .
د سويلي ولايتونو جګړه په ښارونو کي ده او خبريالان يې په منځ کي خپلي دندي مخ ته بيايي ، خو د جګړې ښکيلي غاړي يې د دې پر ځای چي ويې ساتي وژني يې .
په هلمند کي د اريانا نيوز د خبريال تر وژل کيدو وروسته د سويلي خبريالانو انديښني وروستي حد ته رسيدلي دي .
دا مهال د هلمند په مرکز لښکرګاه او د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي خبريالان د جګړو په لمړيو کرښو کي ژوند کوي او هره ورځ د مرګ د ګواښ سره مخ دي .
په کندهار کي خبريالانو د ارواښاد زهير د وير او فاتحې په مراسمو کي په جدي ټکو د ژورنالستانو د ساتني غوښتنه وکړه .
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې سيمه ايز مسوول احمد لودين ، د نی د دفتر مشر سيمع غيرتمل او د ژرونالستانو د ملي اتحاديي مشر صديق الله خليق په خپلو ويناوو کي د خبريالانو د خونديتوب دپاره د ملي يووالي حکومت وننګاوه او خپله يې پر خبريالانو هم ږغ وکړ چي د ځان ساتني لپاره له احتياطه کار واخلي .
خبريالانو د ملي يووالي پر حکومت ږغ وکړ چي خپل امنتي مسوولين د ژورنالستانو د ساتني دپاره عملي کار ته وهڅوي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په دې برخه کي خپل ډاډ تازه کړ او ويې ويل چې د رسنيو او خبريالانو د ساتني په برخه کي به هيڅ راز امکانات ونه سپموي .
د کندهار چارواکو ، ولايتي شورا ، قومي مخورو او ديني عالمانو د ارواښاد شهيد زهير د روح د خوښۍ دپاره د قران کريم ختم او دعاوي وکړي .
ژورنالست نعمت الله زهير د نومبر پر څلورمه نيټه په لښکرګاه د ماين چاودني وواژه .

۲۷۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه