هلمندي خبريالانو ته د ځان ساتني مسلکي زدکړي ورکول سوې .

User comments
User comments
ليکوال Ahmed Lodin

د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې هلمند ميشتو خبريالانو ته د ځان ساتني دوه ورځنی ورکشاپ تر سره او هغوی ته يې د راپور د چمتو کولو پر مهال مسلکي معيارونه وښودل .
ورکشاپ چي په سويل کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې د سيمه ايز دفتر له لوري په کندهار کي په لاره اچول سوی وو د هلمند شل تنو ژورنالستانو برخه پکښي اخستې وه .
يادو خبريالانو ته د دوو ورځو په جريان کي د رسنيو او خبريالانو په وړاندي د شته تهديدونو ، د پيښي پر مهال د لمړنيو طبي مرستو ، سفرونو ، د طبعي او غيرطبعي پيښو پر مهال د ځان ژغورني ، د ژورناليزم د اوصولو او د لمړنۍ درملني په برخه کي د عملي زده کړو او وروته نورو چارو په اړه مسلکي زده کړي ورکول سوې .
د ورکشاپ په وروستيو کي ګډونوالو ته فراغت ليکونه او يو ـ يو طبي کيټ هم ورکړل سو .
د هلمند د ژورنالستانو دپاره دا ځانګړی ورکشاپ وروسته له هغه پلان سو کله چي په دې ولايت کي امنتي تهديدونه زيات او په جګړو کي د خبريالانو دنده خطري او د ستونزو ډکه سوه .
په سويل کي د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې مشر احمد لودين ياد خبريالان احتياط او د ځان ساتلو ته راوبلل ، نوموړي وويل چي په راتلونکي ميلادي کال کي د ټول هيواد په کچه دا ډول روزنيز پروګرامونه پراخيږي او خبريالانو ته د ځاني خونديتوب وسايل هم ورکول کيږي .

.

۱۹۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه