د علامه رشاد بابا د ۱۲ تلينې په مناسبت د څېړنغونډي تدارکاتي غونډه وسوه

15439760_1571386376210352_8068105579242045024_n
ليکوال Ahmed Lodin

فضل الباري بريالی :

په ولايت مقام کي درې ورځي مخکي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي له خوا يوه غونډه جوړه سوه چي موخه يې د علامه عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلينې په مناسبت د څېړنغونډي جوړل وو. په هغه غونډه کي يوه کمېټه جوړه سوه چي د څېړنغونډي جوړول او ټولي تدارکاتي چاري به پر مخ وړي.
پرون ماځيګر په اطلاعات او کلتور رياست کي د انجنېر شېرشاه رشاد په مشرۍ د دې کمېټي لومړنۍ ناسته وسوه چي د څېړنغونډي پر جوړښت، د ځای پر تشخيص، له هند، کابل، ننګرهار، پکتيا، کوټي او پېښور څخه د مېلمنو پر رابلني، د هغوی پر اوسېدني، د مقالو پر موضوعاتو، ارتباطاتو او د غونډي پر ځينو نورو تخنيکي مسايلو بحث وسو.
په ناسته کي ځينو کسانو ته ځانګړي مسئوليتونه وسپارل سول او په دوهمه ناسته کي د هغو مسئوليتونو د راپور وړاندي کولو غوښتنه وسوه.
د ناستي په پای کي پرېکړه وسوه چي مېلمانه او ويناوال کولای سي د علام عبدالشکور رشاد د لاندي موضوعاتو په باب مقالې وليکي او د ارتباطاتو مسئولينو ته يې ولېږي، څو د يادي کمېټې له خوا د څېړنغونډي لپاره انتخاب سي او وروسته په کتابي بڼه خپرې سي.
لاندي هغه موضوعات دي چي درانه ليکوالان کولای سي مقالي پر وليکي:
۱٫ علامه رشاد بابا او روشنفکري
۲٫ د علامه رشاد بابا سياسي ژوند
۳٫ د علامه رشاد بابا ژورناليسټيکي فعاليتونه
۴٫ د علامه رشاد بابا د څېړني مېتود
۵٫ د علامه رشاد بابا د تدریس او ښووني مېتود
۶٫ د علامه رشاد بابا ادبي فنون
۷٫ د علامه رشاد بابا خاطرات
۸٫ د علامه رشاد بابا تاريخي اثار
۹٫ د علامه رشاد بابا او ژبپوهنه
۱۰٫ د علامه رشاد بابا علمي سفرونه
۱۱٫ د علامه رشاد بابا د شخصي ژوند ټولنيز اړخ
۱۲٫ علامه رشاد بابا د نورو له نظره
۱۳٫ د علامه رشاد بابا ژباړه
۱۴٫ د علامه رشاد بابا نثر
۱۵٫ د علامه رشاد بابا نظم
۱۶٫ په تدريسي نصاب کي د علامه رشاد بابا ونډه.
يادونه: محترم ليکوال کولای سي چي خپلي مقالې د مرغومي تر ۷ نېټې پوري پر لاندي ايمېلونو راولېږي:
fb.baryalai2006@gmail.com
nisar_salih@yahoo.com

۴۳۱ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه