کندهار : د ولايتي شورا ريېس د شمشاد خبريال په مرګ ګواښلی خو وروسته يې بخښنه غوښتې ده .

Kha
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د ولايتي شورا رييس په سويل کي د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون خبريال او د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې سيمه ايز مشر احمد لودين په وژلو ګواښلی دی او سپکي سپوري يې هم ورته ويلي دي .
ريس پر لودين تور لګولی دی چي دده په اړه منفي راپورنه خپروي خو کوم ثبوت يې نه لري .
د سويل خبريالانو د يوي غونډي پر مهال پر دې چلند سخت غبرګون وښود او د شورا ريس يې بخښني غوښتلو ته اړ کړ چي هغه هم دا کار وکړ .
احمد لودين وايې ، چي د هيواد د لسو ولايتونو د ولسي مشرانو په يوه لويه غونډه کي چي دی د خبري پوښښ دپاره ورغلی وو ، د شورا رييس سيدجان خاکريزوال بې اختياره خوله خلاصه کړه ، لمړی يې سپکي سپوري ورته وويلې ، وروسته يې په مرګ وګواښه او بيا يې د وهلو او ډبولو هڅه وکړه خو منځګړو يې لاس ونيوی .
لودين وايې ، د شورا ريس دا ويل چي ته په رسنيو کي په ده پسي منفي تبليغات کوي او توهينوي يې خو کوم ثبوت يې په لاس کي نه درلود .
ښاغلي لودين وويل ، چي د هغه په وړاندي يې هيڅ داسي رآپور نه دی خپور کړی ، چي د ژورناليزم د اوصولو او ملي ګټو دي خلاف وي .
د ولايتي شورا د ريس دې منفي او غير اخلاقي چلند په ټول هيواد کي د خبريالانو توند غبرګونه پارولي دي .
سويل ميشت خبريال وايې ، چي د خبريالانو سره د ناوړه چلند له امله يې دندي سختي سوي دي او مافيايي کړۍ هڅه کوي چي د بيان ازادۍ پر ستوني پښه کښيږدي او رسنۍ سانسور کړي .
د کندهار پريس منشي بشير صالح او د نی د ساحوي دفتر مشر د ريس دا چلند په سختو ټکو وغندی او ګواښ يې وکړ چي که يي بل ځل داسي چلند تکرار کړ نو دوی به د شورا د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي .
وروسته د ولايتي شورا ريس سيدجان خاکريزوال د رسمي بخښني دپاره کندهار پريس کلب ته ورغی او پر خپل منفي حرکت يې پښيماني څرګنده کړه .
خاکريزوال د شمشاد له خبريال او ټولو خبريالانو سخه رسمي بخښنه وغوښتل .
ښآغلي خاکريزوال وويل چي د سهار د خونړۍ پيښي له امله چي پر مهال يې د هوايي ډګر پنځه ښځينه کارکوونکي ووژل سوه سخت خواشينی وو او د عصبي ستونزي له امله يې ځان په کنټرول کي نه وو .
په هيواد کي د خبريالانو په وړاندي ستونزي ورځ تر بلي ډيريږي ، وژنه ، په مرګونو ګواښل ، سانسورول او پر رسنيو بريدونه هغه پيښي دي ، چي ورځ تر بلي د خبريالانو دندي د سختيو سره مخ کوي .
سويلي خبريالان وايې ، چي که له دې وروسته په اړوندو ولايتونو کي د هر خبريال سره ناوړه چلند وسو ، دوی به د دولت او اړوندي اداري خبرونه تحريم کړي.

۱۳۶۱ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه