د پنځو وژل سويو ښځو کورنۍ عدالت غواړي

Faaa
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کي د هوايي ډګر د وژل سويو ښځينه کارکوونکو کورنۍ د خپلو کورنيو د ښځينه غړو د وژل کيدو په برخه کي عدالت غواړي او د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي .
د تيري شنبې په ورځ د هوايي ډګر دا ښيځنه کارکوونکي په کندهار ښار کي د وسله وال بريد پر مهال ووژل سوې .
له دې ښځو يوه هم ميرمن بي بي فريده وه چي معتاد خاوند يې د معتادينو په روغتون کي زنداني دی او ترې پاته درې ماشومان بې سرپرسته سول
هغه ډيره غريبه وه او هوايي ډګر ته د دندي پيل يې تازه وو او د مرګ ورځ يې دندي ته د تګ لمړۍ ورځ وه .
له وژل شوې فريدې دوه ماشومان او يوه کوچنۍ لور پاتې دي، چې دا مهال هيڅ سرپرست نه لري او د خپلې نیا غيږې ته يې پنا وړې ده .
دا درې واړه ماشومان چې لا هم ډير تنکي دي، له خپلې نیا او ماماګانو څخه د خپلې مور او پلار غوښتنه کوي.
د دې زړې بوډۍ له خولې د نويد، نذير او ثنا فرياد د انسان څه چې د ډبرې زړه هم دردوي.
د بي بي فريدې دوه ورونه او پلار هم کلونه وړاندې په غلچکي بريد کې وژل شوي دي.
دوی وایي، حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی او اوس د عدالت غوښتنه کوي.
د کندهار د ښځو چارو رياست وايې، يادې پيښې ډیری هغه ښځې انديښمنې کړي دي، چې له کوره د باندې دندې لري.
د کندهار امنیتي مسولين وايې، تر اوسه د پيښې عاملين نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
وژل شويو ښځو د کندهار د هوايي ډګر په ملکي برخه کې د ښځينه مسافرينو د تلاشۍ دندې درلودلې، چې د روانې اونۍ په لومړۍ ورځ هغه وخت ووژل شوې، چې ټولې په يوه موټر کې خپلې دندې ته په لاره وې.

۲۱۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه