حاجي محمد يوسف مومند د کندهار د پيښي په قربانيانو پسي سل راسه غوايي خيرات کړه

Khirat
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کي يوه ملي سوداګر د کندهار د وروستۍ پيښي د شهيدانو د روح د خوښۍ او د خداى ( ج ) له درباره د ټپيانو د عاجلي شفا د غوښتلو په موخه سل راسه غوايي ذبحه او خيرات کړه .
حاجي محمديوسف مومند چي ورور يي هم په دې پيښه کي ټپي سوى دى وايي ، چي ذبحه سوي غوايي به په کندهار ښار او ولسواليو کي پر بيوسو کورنيو وويشل سي .
ديني عالمان هم د هر پيښي او مصيبت د مخنيوي دپاره خيرات نيک کار بولي .
د کندهار وروستۍ پيښه چي په خپل ډول کي حيرانوونکي او زړه بوږنوونکې وه په اړه يي خلک خواشيني دي .
د هيواد يوه ملي سوداګر او د لايف سټار په نوم د يوه سوداګريز شرکت مشر حاجي محمديوسف مومند د الله ج د دربار ځخه د يادي پيښي د شهيدانو د مغفرت او ټپيانو ته د عاجلي شفا غوښتلو په نيت سل راسه غوايي ذبحه او غوښي يي پر اړمنو او بيوسو خلکو وويشلې .
مومند وايي ، د خداى ( ج ) په دربار کي دعا کوي چي نور په وطن کي سوله راسي او د دا ډول پيښو مخه ونيول سي .
په کندهار کي اړمني او بې ځايه سوي کورنۍ چي په شپو شپو يي غوښي نه دي خوړلي ، دا ډول خيراتونو ته خوشحاله دي ، ديني عالمان هم خيرات او صدقه د مصيبتونو په وړاندي خورا ګټور کار بولي .
ديني عالمانو او را ټول سويو لسګونو اوسيدونکو د خداى ( ج ) په دربار کي د ياد خيرات د قبليدو دعا وکړه او له لوى څښتن څخه يي وغوښتل ، چي په هيواد کي دا يمي سوله قايمه ، مصيبتونه محوه او د خير باران اوروي .
د کندهار په خونړۍ پيښه کي د کندهار د مرستيال والي په ګډون ١١ تنه ووژل سوه او د کندهار والي په ګډون اتلس تنه ټپيان سول .
دا پيښه چي دا مهال يي جدي پلټني رواني دي پر حقاني شبکي او وسله والو طالبانو تاوانيږي خو تر اوسه يي پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

۱۷۳۶ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه