په صحرا جام کرکټ سیالیو کې افغانستان ایرلینډ ته ماتې ورکړه

Warzash
ليکوال Ahmed Lodin

افغانستان د صحرا کرکټ شل اووریز جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ایرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کرکټ ددویمې درجې هیوادونو د اتو غوره لوبډله ترمنځ دا لوبې پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.

دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له اماراتو څخه د ټیلیفون په لیکه کندهار ورځنۍ ته وویل، چې د پرونۍ لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه، چې دافغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د ایرلینډ لوبغاړي ونه شو کړای، چې ډیرې او تیزې منډې جوړې کړې.

دایرلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۵ منډې جوړې کړې او افغانسان ته یې د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري محمد نبي، راشد خان او حمزه هوتک دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وایي، چې دافغانستان لوبډلې یاد هدف په اتلسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د افغانستان له لوري نجیب ترکی ۳۱، شهزاد محمدي ۲۹ او محمد ني ۲۶ د پام وړ منډې جوړې کړې.

محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

۲۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه