افغانستان د صحرا جام اتلولي وګټله

Ck
ليکوال Ahmed Lodin

افغانستان د صحرا جام په پای لوبه کې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا پای لوبه چې نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، ټاس د ایرلینډ لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک کندهار ورځنۍ ته وويل، چې د ایرلینډ لومړنیو لوبغاړیو تیزه لوبه پیل کړه او په دوو اورونو کې یې ۲۰ منډې کړې وې، خو د افغان لوبغاړو د په زړه پورې توپ اچونې له امله د ایرلینډ لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او دتیزو منډو جوړولو مخه یې ډب شوه.

د ایرلینډ لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په څوارلسم اوور کې په ۷۱ منډو وسوځیدله او افغانستان ته یې د ۷۲ منډو هدف ورکړ.

دافغانستان توپ اچوونکو له لوري محمد نبي ښه وځلید او د ایرلیند څلور پیاوړي لوبغاړي یې وسوځول، دغه راز فرید ملک، امیر حمزه او کریم جنت دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د ایرلینډ لخوا ورکړل شوی هدف افغان توپ وهونکو په ډیرې اسانۍ سره په اتم اوور کې ترلاسه او لوبه یې وګټله.دافغانستان کوم لوبغاړی ونه سوځید، شهزاد محمدي په ۵۲ او نوروز منګل په ۱۷ منډو نا سوځیدلي پاتې شول.

محمد نبی د پای لوبې او ددې سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ بورډ وياند وايي، ددې سیالیو د پای په مراسمو کې د متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارې استازي، د افغانستان کرکت بورډ عمومي رییس عاطف مشعل ، اجراییوي رییس شفیق ستانکزی ، په دوبۍ کې د افغانستان کونسلجنرال او د ولسي جرګې غړي حمیدزي لالي برخه اخیستې وه.

دوی د افغانستان او ایرلینډ لوبغاړو ته جایزې او مډالونه ورکړل او په پای کې یې د افغانستان لوبډلمشر ته د اتلولۍ جام ورکړ، چې د مینه والو لخوا یې تود هرکلی وشو.

د ولسي جرګې د غړي حمیدزي لالي لخوا د ایرلینډ لوبډلې لوبغاړو ته مډالونه ، د متحده عربي اماراتو د کرکټ استازي لخوا افغان لوبغاړو ته مډالونه او دافغانستان کرکټ بوډ د عمومي مشر عاطف مشعل لخوا افغانستان لوبډلمشر ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

نوروز منګل په پای کې د یوې خبري کانفرانس پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ ، لوبغاړو او مینه والو څخه مننه وکړه، چې دیې تشویق کړو او وې هڅولو، هغه خوښي څرګنده کړه، چې وروستۍ لوبه یې د افغانستان په بریا ا تلولۍ سره پای ته ورسوله.

د کرکټ ملي لوبغاړی نوروز منګل چې نن خپله وروستۍ لوبه کې کوله، د افغانستان له لوري یې ټاس هم واچولو، هغه چې کله میدان ته راښکته شو، نو د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر عاطف مشعل، اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي او ملی لوبغاړو لخوا یې تود هرکلی او درناوی وشو. ملي لوبغاړي چې په دوو لینونو کې ولاړ وو، خپل بیټونه یې اوچت کړي وو او نورو منګل ترې لاندې تیر شو. دغه راز د لوبې په پای کې افغان لوبغاړو نوروز منګل پر خپلو اوږو کښینولی و او د لوبغالي په بیلا بیلو برخو کې یې وګرځول.

د کرکټ په دغه لوبغالي کې زرګونو مینه والو هم د لاسونو په پړقا سره د نورو منګل ستاینه او هرکلی وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عاطف مشعل وایي، چې په هیواد کې به هم د نوروز منګل په ویاړ یوه ستره غونډه نیول کیږي.

۹۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه