انسانستان

خوږو دوستانو نن زما له وړوکي کتابتون څخه، تاسو ته(انسانستان) نومي کتاب معرفي کوم.
تمه ده تاسو يې د لوستو وخت و لرئ.
انسانستان
د ارواښاد محمدانور”نوميالي” د مقالو ټولګه ده.
د خداى بخښلي(نوميالي) انسانستان ټولي اته(۸) مقالې لري، چي په اتيا(۸۰) مخونو کي د رنګه پښتۍ په درلودلو سره؛ پر سپين کاغذ د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د استاد(احمدعلي کوهزاد ياد) او د لمبې مجلې د لسم(۱۰) جشن په وياړ چاپ سوى کتاب دئ.
تر کتاب پېږندني وروسته د ” غورځنګ ياداښت” تر سرليک لاندي، خپرونکي ادارې خپل ياداښت کښلى او په ورپسې مخ کي فهرست او د هغو پاڼو شمېرې راغلي کوم چي دغه
مقالې پکښې دي.
فهرست په دې ډول دئ:
د سريزي پر ځاى ۵مخ
انسانستان ۸مخ
د ثور باچا ګښتي ۱۱مخ
د ښځي او نر ډيالکتيک ۳۴مخ
خــر کډو ۳۸مخ
توکم پېږندنه ۵۴مخ
له يوناني ژبي سره د پښتو خپلوي ۵۴مخ
د ملي خپلواکۍ ورځ ۷۲مخ
د مقالې مينوال که انسانستان ولولي نو ډېر څه به ترې ايزده کړي.
هيله ده چي د کتاب ويلو فرهنګ به ورځ تر بلي غوړيږي.
ستاسو ورور
اميد

۱۸۹ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه