سراچه موټر

لیکنه: مقتصد ستړی

خبره سپینه ده؛ له نن وروسته به د ملا صاحب له کوره د مدرسې چڼیانو ته اوبه نه راځي دا ځکه چې د ملا صاحب لور له چڼیانو سره سپین سترګي کېږي ؛ ښه نو څه به کوو په مدرسه کښې تودې څه چې یخې اوبه هم نسته مجبور یوو چې د ملاصاحب له کوره د اوداسه او څښاک لپاره اوبه راوړو، کلی کومه داسې عامه ویاله یا نلکه نلري چې د نورو خلکو سره، سره د مدرسې چڼیان هم اوبه ورڅخه راوړي.

دا خبرې نن د ملاصاحب او چڼیانو تر منځ د سهار له لمانځه وروسته وسوې، دوئ پرېکړه وکړه له نن وروسته به اوبه د ګل اغا خان له کوره راوړي ځکه د هغوئ کور د ملا صاحب د کور په نسبت و دوئ ته نږدې دی؛ اوس چې ګل اغا خان څه وایي دا به وروسته مالومه سي .

غرمه چې د شنو سترګو چڼي د ګل اغا خان کور ته د اوبو لپاره ورغلی، یوه بوکه اوبه یي ورکړې چې دا به یي لومړنۍ او اخرنۍ بوکه اوبه وي بیا به نه راځي، ځکه شین سترګی چڼي د ګل اغا خان اکا د میرمنې په سترګو بیخي ښه نه ورځي.

نو چاره څه ده؟
دوئ وایي چې شنې سترګی به نه ورځي کوم بل یو دې اوبه راوړي مهمه نه ده؛ چې شین سترګی اوبه نه راوړي څه به کوي د پیالو وینځلو هم نه دی تېره شپه یي هم د ناظم الطلبا ګیلاس مات کړی و؛ شین سترګی به وچه ډوډۍ راټولوي، کاکو به دیګ پخوي، امین به د ګل اغا خان اکا له کوره اوبه راوړي فیصله وسوه.

اوس ټول خپل، خپل کارونه کوي لاکن ملا صاحب درس ته نه راځي باید پوښتنه یي وکړو چې څه کیسه ده؛ لور یي مازدیګر غوا پټي ته بیولې، میرمن یي هم دروازې ته په پیشو پسې راوتلي وه، خو ملا صاحب نن څوومه ده جومات ته هم نه راځي کلیوال یي له چا پوښتنه وکړي ؟

زه پخپله که څه هم د ملاصاحب سره مي دومره نه لګېږي باید ورسم او پوښتنه یي وکړم، میرمن یي په څکو شونډو وویل: خبره نه یم !

نن هوا سمه ده؛ د ملاصاحب احوال به یو نه لا یو څوک راوړي، نه زه به یوځل د میر احمد کور ته ورسم میر احمد د ملا صاحب پوخ یار دی.

میر احمد هم وایي: خبر نه یم !

اوس چاره څه ده؟
په همدې فکر کي وم؛ پرلپسې دوه، درې د موټر هارن ووهل سو، ور ووتم نا اشنا څوک دی، رومال یي تر خولې تاو کړی، را ښکته سو، د موټر کیڼ اړخ ته یي منډه دروازه را خلاصه کړه، ملا صاحب را ښکته سو، موټر یي رخصت کړ دی کور ته ننوت.

مازدیګر لمانځه ته جومات ته راغی زما د یوې پوښتني په ځواب کښې وویل: په مدرسه کې د اوبو نه شتون دا هرڅه ته په کتو سره مي د ښکته ولسوالۍ څخه چنده را ټوله کړه، تر څو دا ستونزې ورباندې حل او بل ته مو لاس اوږد نه شي.

څو شپې وروسته ملا صاحب موټر هم واخیست، کله، کله یي د دروازې مخې ته په چڼیاڼو وینځي؛ او هو رښتیا له ملا صاحب سره سور رنګه سراچه موټر بیخي ښه ښکاري خو بشپړ کال ووت د ګل اغا خان له کوره اوبه راځي په مدرسه کې د اوبو نیستي، هستي نه سوه.

۲۳۶ ټول کتل سوی شمېر ۵ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه