موږ کتاب لولو ،ولي یې لولو؟ ( لومړۍ برخه)

د ”عصمت الله زهیر او ” مقتصد ستړی “ لیکنه
——————
یو کامیاب ترین شاعر هله د ځانګړي سبک شاعر نومیدلی سي چي شعر یې د نقالۍ پاک ساتلی وي او د خیال اړول ، را اړول یې شعري وظیفه ګرځولې وي …
د مثال په توګه د یو ځوان شاعر شعري ټولګه لولو سر تر پایه کتاب تمام سي لوستونکی تر پایه په دې ذهني کش مکش مبتلا پاته سي چي دا ځوان شاعر مي لوستلو نو معاصر دراز قد شاعر مي ولي د باران په څېر په ذهن را وریدلو …
ښاغلی دروېش درانی وايي …
٫٫ د جهاني صاحب اکثر کتابونه مي ځکه نه دي لوستي چي ښکرور ٫٫ گ،، لیکل سوي دي او ښکرور ٫٫ گ،، ما په خوب کي هم ډاروي ،،
دا ځیني ، ځیني شعري ټولګي خو مي په رڼا ورځ ړندوي …
ډاکټر ذبیع الله حسن غالباً په ۲۰۰۸ کال خپله لومړۍ ټولګه په کابل کي راکړه نو ما ورته ویل په شعر کي مو کمال دا ښکاري چي د چا په پل مو پل ایښی نه دی هرڅه مو خپل دي ځکه مو کتاب د لوستلو توان لري …
د یو سفر په مهال یو محترم راته وویل :
٫٫ غواړم خپله شعري ټولګه چاپ کړم پنځوس زره کلداري لرم ، ته څه مشوره راکوې ،، …
ما په مشوره ي ورته وویل ٫٫ په دغه روپیو زوی ته کوزده ور وکړه ،،…
داسي مي ځکه ورته وویل زه پوهیدم د محترم طنزیه شاعري په ژوند مفلوجه ده چاپ سوي کتابونه به یې د غاړي سي ، دا کوم معیار او دود دی چي کتاب چاپ کړه غونډي ورباندي جوړي کړه ، دا ته یې شاعر ، لیکوال مبارک دي سه !
یو شاعر خپله شعري ټولګه چاپوي او د لاس په ریړۍ کې په کوڅو ګرځوي د پلورولو لپاره لوی، لوی نارې وهي ٫٫ د پښتو شعرونو کتاب واخلی،، دا د پښتو کتاب او پښتو شعر لویه تراژیدي ده چي د پامه اچول سوې ده ځکه ترمعیار، مقدار مهم پامیږي …
یو کتاب چي د لوستونکو سره په فکري ، علمي او ذوقي کچه مرسته ونکړي نو د چاپولو یې کومه اړتیا ده ؟
د علامه رشاد په قول :
٫٫ هر کتاب یوار د لوستلو ارزښت لري خو دا کتاب … له دا ارزښته هم بې برخي دی،،
او په واقعیت کي زموږ یو شمېر کتابونه د لوستلو د ارزښت څخه بې برخي پاته دی .
(عصمت الله زهیر)
***
ښه کتاب د لوستونکي په ذهن او فکر ژر اثر کوي، روح ته یي سکون او د پوهې یوه بهترینه ډالۍ وربخښي؛ ښه کتاب د ښه فکر زېږېدنه ده، د هر شهرت لرونکي لیکوال کتاب ښه نه دی او همدارنګه د هر کتاب سرېزه رښتوني خبرې نه کوي، له بده مرغه باید ووایم ”پښتانه لیکوال ته ارزښت ورکوي خو کتابونه یي نه لولي “ .
دا چې په هر کتاب کښې ولي د لوستلو لپاره څه نه پیداکېږي دا د لیکوال د سست رویې ښکارندوینه کوي؛ سولېدلي خبرې، د لوستونکو له ذهن سره نا آشنایي او یواځي یو اړخیزه فکر په نورو تپل دي.
د ښه کتاب په اړه دډېرو خلکو ډېر نظرونه شته،” فرانسیس بیکن وایي: ځینې کتابونه دي چې باید یوازې وڅکل شي، ځینې یې باید له ستوني تېر شي او لږ کتابونه دي چې باید وژول شي او هضم شي“.
تر نویو کتابونو وړاندې زاړه کتابونه لوستل مهم بولم ځکه زاړه کتابونه دې چې د راتلونکي زمانې لپاره د پند لپاره لیکل کېږي او لیکل شوې دي.
په همدې اړه ”سي اس لیوس وایي : کله چې یو نوی کتاب لولې، تر هغو پورې بل نوی کتاب ونه لولې چې په دې منځ کې دې یو زوړ کتاب نه وي لوستی“.
زه بیا وایم مونږ په حال کې ټول مړه ماضي ته به د ګوتو په شمار راژوندې کېږو لکه څرنګه چې له تېري زمانې څو ژوندي د کتابونو په پاڼو کې را پاتي او ملګري مو دي .
د کتاب لوستونکي او مینوال یي تل د ښو کتابونو په لټون وي دوئ هڅه کوي هره ورځ یو ښه کتاب ولولي، د ښو کتابونو لاس ته راوړل دومره اسان کار نه دی څومره چې د بې ګټي کتابونو؛ بیا هم لږ تر لږه هر کتاب له ځانه سره یوڅه لري چې باید ولوستل سي.
(مقتصد ستړی )
” ۲۰۱۷/۱/۲۵

۲۰۹ ټول کتل سوی شمېر ۹ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه