موږ کتاب لولو ،ولي یې لولو؟ (۲) برخه

د ”عصمت الله زهیر او مقتصد ستړی“ لیکنه
***************************
د کوټي ټیلي وژن د یوه کارکونکي څخه اکثریت شاعران ګیله من دي چي د شاعرانو درانوی نکوي شعوراً مزاحیه شاعري دود ګرځوي ، ټولني ته د شاعر او شاعرۍ تمسخرانه تصویر وړاندي کوي لاکن د محترم منطق او دلیل د اوریدلو وړ او قناعت لرونکی دی…
د یو مشاعرې په مهال مي ورته وویل ، تاسو ولي د ځینو شاعرانو سره دا ډول چلند کوی په دا د شاعرانو زړه ځوریږي ، محترم د یو اروا ښاد د شاعرۍ وروستۍ شعري ټولګه را واخیستله درې سوه غزلي یې درلوده …
د ټیلي وژن کارکونکي دا کتاب راته ونیولو ، ویې ویل …
٫٫ په د ېدومره پنډ کتاب کي د اروا ښاد درې سوه شهکار غزلي شاملي دي ، ما پر دا کتاب پروګرام کولو د انتخاب درې بیتونه مي پکي پیدا نکړو ، نو د داسي کتاب ګټه او څوک به یې لولي ؟ ،،
اوریدلي مي دي کوم محترم شاعر غني خان ته د سریزي لپاره خپله شعري ټولګه ور وړې وه ، څو ورځي پس محترم شاعر د غني خان په خدمت کي حاضرسو په خندا یې ورته وویل …
خان زما شاعرۍ کوم ارزښت درلودولو ؟
غني خان چي په سټوپ لاسونه تودولو ، د سټوپ سر یې پورته کړو ، محترم شاعر ته یې وویل ٫٫ دومره ارزښت یې درلود چي دې سټوپ ته مي ور واچولو ،،
ځني ،ځني کتابونه په المارۍ کي ساتل کیږي او ځني په ردۍ کي خرڅیږي او په ردۍ کي نایاب کتابونه هم موندل کیږي ، او کتاب خپل سفر روان ساتي په المارۍ کي د کتاب وزري غچي کیږي …
د ردۍ په برخه سوي یوې شعري ټولګي ته په یادونه سره وایو ، یو محترم شاعرچي وروسته ( د فلسفیانه او تصوفي افکارو ترجمان شاعر ونومول سو) خپل کتاب چاپ کړو ، دوه کاله وروسته د خپل کتاب په را ټولولو د ردۍ پر دکانونو ګرځیدی …
په کوم کتاب چي د روح تنده سړه او د ذهن دنیا روښانه نسي او د یو خوشګوار مسرت او بدلون سره دي مخامخ نکړي د ذهن پر افق دي رنګونه را ونه سپړي نو کتاب خو خپل ارزښت د لاسه ورکړی …
ډېر لږ کتابونه داسي موندلی سو چي په اروایي (نفسیاتي) توګه د لوستونکي ناڅاپه د درملني پیلامه ګرځیدلی سي د مثال په توګه …
یو لوستونکی له دننه لړزانده دی ، په ذهني کش مکش اخته دی ، ژوند یو بې مقصده معما ورته ګرځېدلې ده ، یو ملګری یې د یو ناول لوستلو ته اړباسي ( اړ ټکی ځکه کاروم څنګه چي هر کتاب لوستل کیږي نه ، دا ډول کتاب هروخت لوستل کیږي هم نه …) د ناول تر لوستلو وروسته لوستونکی په خپل ګریوان کي د اوښکو یو سمندر ننداره کوي هم دا ډول اروایي (نفسیاتي) تسکین در لاسه کوي هم د ژوند په هدف ټاکلو کي ورسره مرستندویه ګرځي .
(عصمت الله زهیر)
***

کتاب پوهه، تجربې، زوق او هنر د ټولنې وګړو ته انتقالوي، ښه کتابونه باید دود وګرځول سوي، له فساد او تعصب ډک کتابونه به ښه دا وي چې د چاپ پر ځای په اور وسوځل سي ترڅو خلک یي له شره وژغورل سي.
د کتاب او کتاب لوستلو په اړه د څو کسانو نظرونه چې د جاګو په نوم اخبار ته د یوې انټریو په مهال پوښتل سوې راخلم :
”د مطالعې څخه زما په پوهه کې ډېر تغیر راغلی او زه د خبرو کولو په وخت کې پر ځان اعتماد لرم “ ۱۴ کلنه مونیشا “هند ”

”کله چې زه کتابونه لولم ترخې شیبې مي هېري سي زړه او روح مي یو ډول سکون پیدا کوي “ ۱۷ کلنه ایلي سن “اسټرالیا ”

”په کتاب کې دداسې ځایونو لیدنې ته تللی یم کوم چې زما په وس هیڅکله پوره نه و “ ۱۹ کلن ډوان “جنوبي افریقا ”

” اوس زه کولای سم په کومه موضوع خپله فکر وکړم تر ډېره د بل چا په خبرو باور نه کوم “ ۱۶ کلنه بیهو “میکسیکو ”

او همدا رنګه څنګه له کتاب سره آشنا شوې دي:

” زه ډېره کوچنۍ وم چې والدینو په لوړ اواز د کتاب ویلو حوصله رابښله همدا لامل و چې زه د کتاب په ویلو اموخته سوم او تر اوسه یي له لوستلو خوند اخلم “ ۱۸ کلنه تانیه “هند”

”زما مور او پلار به ویل کوم څه چې لولې تصور کوه یي مقصد ته خپله د همدې کړنې ترسره کوونکی یې “ ۱۸ کلن دانیال “برطانیه ”

” زه لا د څلور کالو وم چې زما پلار ماته یو میز، څوکۍ او دکتابونو المارۍ واخیستل او هره ورځ یي کتابتون ته وړم کتابونه یي راته اخیستل “ ۱۴ کلن هینري ” جاپان ”

له دې دا څرګنده سوه چې کتاب څه ګټه لري او خپل ماشومان څنګه ورسره اشنا کړو، کتاب مو د ځان په اړه خبروي او همدارنګه د کتاب په وزله له خپل خدای سره د خبرو کولو موقع لاس ته راوړو، په کتابونو کې انساني فکر او خدایي خبري خوندې وي چې د سکون اواطمینان سبب ګرځي.
(مقتصد ستړی)
۲۰۱۷/۱/۲۶

۱۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه