د هلمند والي د سانسور په موخه هلمندي خبريالان ګواښي .

Hellmand
ليکوال Ahmed Lodin

دهلمند ميشت خبريالان وايي چي ولايت مقام يې د کارونو په وړاندي خنډونه جوړوي او هر وخت خبريالان تهديدوي او ګواښي .
د دوى په وينا والي يې هره ورځ په يوه او بله پلمه امنيتي ارګانونوته معرفي کوي او فشار پر راوړي چي سانسور يي کړي.
د دې ولايت د خبريالانو د ټولني مسؤلين وايي د هلمند په وروستيو جګړو کي د وسله والو طالبانو له خوا ورته هيڅ ډول ستونزه نده پيښه سوې ، خو دولتي چارواکي او په ځانګړي ډول والي يې د کار مخه نيسي او خبريالان د راپورونو پر سر تر پلټنو لاندي نيسي .
دغه خبریالان وايي که خبريالان له خپلو اصولو سرغړونه کوي نوبايد د افغانستان د تخطيو د څار کميسيون ته دي وروپيژندل سي خو والي په خپل شخصي واک او ځواک سره دغه کار خپله کوي چي د خبريالانو د کاري برخي مخه يي نيولې .
تر دې مهاله د شمشاد تلويزيون سيمه ايز خبريال سردارمحمد سروري ، د سمون راډيو خبريال حيات الله ساحل او د خاور تلويزيون مشر محمدصادق ساپى د والي په امر ملي امنيت نيولي او تهديد کړي دي .
ياد خبريالان وايي ، چي والي دا کار د هغه راپورونو او فيسبوکي پوسټونو پر سر کوي چي د ولايتي ادارې د بې کفايتۍ او کمزورۍ په اړه خپاره سوي دي .
درې واړه خبريالان وروسته تر هغه خوشي سوي ، چي ملي امنيت د داسي کړنو د نه کولو جبري تهد ورکولو ته اړ کړل .
د هلمند د ازادو خبريالانو د ټولني ريس زين الله ستانکزى وايي ، چي دا کړني د رسنيو او خبريالانو د سانسور په معنى دي او والي غواړي چي د بيان د ازادۍ مشروع حقونه تر پښو لاندي کړي .
هلمندي خبريالانو د دې ستونزي په اړه خپله د والي سره هم وليدل او له هغه يي د داسي ستونزو د مخنيوي غوښتنه وکړه ، خو والي ټينګار کوى چي خبريالان توهين اميزه راپورونه خپروي او له اوصولو خلاف دي .
والي په مستقیم ډول ژمنه نه ده کړې . چې تر دې وروسته به دغه ډول ستونزې امنیتي ارګانو ته نه لیږلي، خو وايي، د خبریالانو او دولتي مسولینو هدف یو دی او باید ګډ کار وکړي.
دیادولو ده چې په تیرو دوو اونيو کې دری تنه خبریالان ملي امنیت ته غوښتل سوي او هلته یو ډول جبري ژمنې ترې اخیستل سوي دي چي نور به دولايت په اړه کوم منفي راپور نه خپروي .
چي وروستى کس يي د خاور تلويزيون مشر محمدصادق ساپى وو چي د هلمند خبريالانو او په سويل کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې د سيمه ايز دفتر په هڅو خوشي سو .

۲۱۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه