د هیواد جوړونکئ(ډاګټر همايون عزیزي).

ليکنه: روح الله
ځوان سهار له اميدونو سره پيل کړ، او کلک هوډ یې وکړ تر څو دې وطن ته کار وکي. له درسونو او رتبو وروسته ځوان د يو هیواد سرپرستي یې تر غاړي سول، د هغه هیواد چي اداره یې اداره نه وه او ددې هیواد خلګ د يولړ ستونزو سره مخ وه. ځوان په ټولنه کي کار کولو ته دوام ورکړ، تر څو د فساد پر وړاندي مبارزه او ناخوالو ته د پاي ټکي کښېږدي. ځوان په خپل کاري موده کي د مایوسۍ سره مخ سو، خو لا یې هم پر مایوسۍ سربېره کار ته دوام ورکئ. دا هغه ځوان وُ، چي ککرۍ یې له هيلو ډکه وه. کار پر کار خو همدا ښار یې د سيالانو سيال کړ، فابريکې،صنعت، د ښار ښایست او ځوانانو ته کارونه پيدا سول، ځوانانو ته نوي ژوند هيلي پيداسوې. د هري مورکۍ پر خوله باندي د همدغه ځوان نوم پروت وُ، او تل یې په دُعا کي يادوئ. له څه موده وروسته نامرده غليم یې ددې ښار خوښۍ ته اور راوړئ، ځوانان یې په وينو ولمبول او هغه ځوان چي ددې ښار د سيال کېدولو خوب یې ليدلئ وُ، او کار یې ورته کوئ، هغه ځوان یې هم راته په سرو وينو ولمبوئ. خو ددې بېوزلو او ناچارو پر خوله یې ددې ځوان د روغ صحت لپاره د الله (ج) دربار ته لاسونه لپه کړه، دا ځوان ښاغلی ډاکټر همايون عزيزي دئ. نن بیا هغه ځوان ښاغلی ډاګټر همايون عزیزي دې هیواد ته راځي او غواړي چي بیا هم همدغه هیواد ته کار وکي. نور بايد داسي د حساب ککرۍ د لاسه ور نه کړو او راسئ په ګډه یې هرکلی وکړو..

۴۱۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه