د کوریا ټاپو کې ستونزې د خطر تر حده رسېدلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د کوریا په ټاپو کې ستونزې د خطر تر حده رسېدلي او ژمنه یې وکړه چې واشنګټن به له چین سره په ګډه په دې سیمه کې د ستونزو د مخنیوي لپاره کار وکړي.
ریکس ټیلرسن نن ختیځې اسیا ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې چین ته ورسېد او هلته یې د هغو اندیښنو په اړه له چینایي چارواکو سره خبرې وکړې چې د شمالي کوریا لخوا د اټمي وسلې او بالستیک توغندوی له کبله راپورته سوي دي.
ټیلرسن له خپل چینایې سیال وانګ یې سره تر لیدو وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:

موږ په دې اړه هم خبرې وکړې چې زه فکر کوم دواړه یو ډول نظر لرو هغه دا چې په دې ټاپو کې ستونزې اوس مهال ډېرې زیاتي سوي دي او دا ستونزه د خطر تر حده رسېدلي دي.”
ټیلرسن تېره ورځ ویلي وو که چېري د پیونګیانګ لخوا دا ګواښ ډېر سي نو دوی یې په وړاندې د پوځي اقدام انتخاب هم لري.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ټویټر پاڼه لیکلي وو چې شمالي کوریا ډېر بد چلند کوي او دا یې هم ویلي وو چې پیکنګ په دې برخه کې لږ مرسته کړې ده.
خو ټیلرسن په دې سفر کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر د هغو څرګندونو ستاینه کړې چې حالاتو ته یې د چین د لیدلوري په اړه ورسره شریک کړی دی.

۳۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه