عراقي ځواکونو د موصل زاړه ښار کې پرمختګ کړی

د عراق امنیتي ځواکونو د موصل زاړه ښار کې پرمختګ کړی دی چېري چې دوی د اسلامي دولت ډلې سره مخامخ په کوڅو کې جنګېږي.
عراقي ځواکونو د امریکا د هوایي حملو په ملاتړ په فبرورۍ میاشت کې له اسلامي دولت ډلې څخه د موصل ښار د لوېدیځي برخې د بېرته نیولو عملیات پیل کړه.
په جنورۍ میاشت کې د دغه ښار ختیځه برخه حکومتي ځواکونو لاندې کړه.
د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې حکومتي ځواکونه النوري جومات ته نېږدې سوي دي.
دا جومات ځکه اهمیت لري چې د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې له همدې ځایه د اسلامي خلافت د رامنځته کېدو اعلان کړی وو.
عراقي ځواکونو تر اوسه د موصل په ختیځه برخه کې مهم ځایونه لکه هوایي ډګر، د اورګاډي سټیشن او د ولایتي حکومت مقر له تندلارو اسلامپالو نیولي دي.

۸۰ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه