د نړۍ د شلو اقتصادي قدرتونو د مالیې وزیرانو پرون شنبه د پروټیکشنیزم یا په مارکېټ کې د کورنیو تولیداتو د ثبات لپاره د بهرنيو سوداګریزو مالونو د رقابت د مخنیوي سیاست ته تعهد لغوه کړ.
جرمني په بادم-بادم ښار کې د شلو اقتصادي قدرتونو «G20» دوه ورځنۍ غونډه پرون پاي ته ورسېده.
هغوی د غونډې په پاي کې یو پرېکړه لیک صادر کړ او ویې ویل چې ټول هېوادونه د خپل کورني اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره، د سوداګرۍ د پیاوړي کولو هڅې کوي.
د «G20» غړیو تېرکال پریکړه کړې وه چې د پروټکشنیزم سیاست پر وړاندې به مقاومت کوي په سرحدونو کې ګمرکي تعرفې هم پکې شاملېدې.
د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوشن وویل، د پروټکشنیزم پرضد خبرو اهمیت له لاسه ورکړی بې مفهومه سوې دي.
منوشن وویل:
موږ په ازاد تجارت باور لرو او په سوداګرۍ کې اعتدال موږ اونورو ته ښه دی.”
د نړۍ د شلو اقتصادي قدرتونو د مالیې وزیران همدا راز ونه توانېدل چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ستره موافقه یا تعهد وکړي.
خو د تروریستي ډلو د مالي شبکو د ویجاړولو ژمنه یې وکړه.