پاکستان کې یوه تن خپل نوې واده کړې مېرمن وژلې

د پاکستان پوليسو يو تن د خپلې نوې واده کړې ښځې د وژنې په تور نيولى دى.
دوى درې ورځې مخکې په لاهور کې واده کړى و.
د پوليسو يوه مقام ذوالفقار بټ نن وويل چې عمر تنوير اعتراف کړى چې خپل مېرمن هيرا يې د بالښت په مرسته خفک کړې ده.
پوليس وايي کورنۍ تنوير مجبوره کړى و چې د خپلې ترور له لور هيرا سره واده وکړه، حال دا چې ده له بلې ښځې سره مينه درلوده.
د هېرا مړى پرون تر واده درې ورځې وروسته موندل سوى دى.

۶۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه