د نور خبرې بیا هم بابیزه ګڼم

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییه مشر، عبدالله عبدالله وايي، د بلخ د والي عطاء محمد نور وروستۍ خبرې چې دی یې له لړم او ناځوانه سره تشبیه کړی و، بابیزه ګڼي.
د دواړو سیاسي انډیوالانو ترمنځ اختلافونه هغه مهال ډېر سول، چې عبدالله عبدالله ونه سو کولای عطاء محمد نور یو ځل بیا د بلخ والي کړي، نو هغه نېغ په نېغ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره چنې پیل کړې.
رسنیو د ښاغلي عبدالله غونډه کې له هغه نه د عطاء محمد نور د خبرو په اړه وپوښتل: ښاغلي عبدالله یې په ځواب کې وویل:
په دې اړه درته ویلی سم چې د استا د عطاء خبرې مې ښې په یاد دي، ملي خیانت طبعاً یو لوی تور دی، چې په اړه یې تبصره نه کوم، خو د ملي ګټو او د افغانستان د خلکو غوښتنو او خلکو ته خدمت کولو ته موږ ژمن یو. دا چې زما په اړه یې ډېرې ښې خبرې کړې، دا خبرې هم ناګاره ګڼم.”
په دې وروستیو کې د اسلامي جمعیت ګوند د دواړو پیاوړو غړو ترمنځ ناندرۍ ډېرې سوې دي.
عبدالله عبدالله د عطاء محمد نور له خوا د ده په اړه پر کېدونکو نیوکو غوږونه کاڼه کړي دي.
عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو د اسلامي جمعیت ګوند کاندید و او د بلخ اوسنی والي عطاء محمد نور یې له اصلي مالي او سیاسي ملاتړو ګڼل کېده.
د ملي وحدت حکومت له جوړېدو دوه نیم کاله تېر سول، خو عبدالله عبدالله ونه توانېده عطاء محمد نور بیا ځلي د بلخ د والي په توګه وګوماري چې له امله د جمعیت د دواړو مشرانو ترمنځ اختلافونه په ډېرېدو سول.
د دوی ترمنځ د اختلافونو پایله دا شوه، چې اونۍ وړاندې د بلخ والي عطاء محمد نور وویل چې عبدالله عبدالله نور د دوی استازی نه دی او له هغه یې ټولې لارې بیلې کړې دي.
نوموړي عبدالله عبدالله ډارن او د کوربه په تالي کې پښه اېښودونکي سره تشبیه کړ او زیاته یې کړه چې د خپلو پلویانو په حق تر لاسه کولو کې پاتې راغلی دی.
ښاغلی عبدالله زما له دویمې پوښتنې په څنګ تېر سو او له تالاره د وتلو پرمهال یې خپله لاره بدله کړه.
خو د ښاغلي عبدالله نژدې کسان وايي، عطاء محمد نور یوازې واک ته د رسېدو لپاره چنې وهي او دده مسله د یوه ولایت او پخپله د هغه په شخصیت پورې محدوده ده.
ښاغلي نور څو ځلې ویلي د خپلې ډلې د حق د خوندیتوب لپآره له ارګ سره خبرې کوي.
د افغانستان د یوه مهم ولایت دغه والي به د نوي کال له مراسمو وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خپلو خبرو پایله اعلان کړي.

۸۶ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه