هلمند کې یوه افغان سرتېري پر بهرنیو سرتېرو ټکان کړي

د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر پر امریکايي سرتېرو ډزې وکړې او ۳ امریکايي عسکر یې زخمیان کړي دي.
هېڅ وسله والې ډلې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او مسؤلیت یې نه دی اخیستی.
د امریکايي ځواکونو یوه ویندوي پرون یکشنبې د فرانسې خبري اژانس ته وویل:
په هلمند کې یوه افغان عسکر پرون ماسپښين پر درېیو امریکايي عسکرو ډزې وکړې، هلته ائتلافي عسکرو دحملې د پای ته رسولو لپاره پر افغان عسکر ډزې وکړې او هغه یې وواژه.”
د هلمند د والي ویندوي عمر ځواک د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په دې نښته کې یو بل افغان عسکر هم وژل سوی دی.
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې لږترلږه ۳۰۰ سمندري عسکر په پسرلي کې هلمند ته استوي.

۵۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه