د امریکا کنفرانس کې د داعش ځپلو لپاره پر ګډې مبارزې بحث کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرون یکشنبې له داعش سره د مبارزې د نړیوال ائتلاف په کنفرانس کې د ګډون لپاره امریکا ته ولاړ.
ټاکل سوې چې دا نړیوال کنفرانس د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې جوړسي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به یې کوربه وي.
افغانستان به د کنفرانس له هغو ګډونکونکو وي چې امنیت یې په مستقیم ډول داعش له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په واشنګټن کې په دې کنفرانس کې د داعش پرضد د مبارزې د نړیوال ائتلاف د ۶۸ غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.
د داعش پرضد نړیوال ائتلاف په ۲۰۱۴ میلادي کال کې جوړ سوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د کنفرانس هدف د داعش د ماتولو لپاره د نړیوالو د ګډې مبارزې پیاوړي کول او چټک کول دي.
د خبرپاڼې په حواله، د کنفرانس ګډونکونکي به د داعش د همکارانو، فرعي شبکو او مالي سرچینو د بندولو او همدا راز په عراق او سوریه کې د دې ډلې د پناه ځایونو د له منځه وړلو پرلارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرون یکشنبې په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د واشنګټن په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ به د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړیو او ځیني لوړ رتبه حکومتي چارواکو سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.
صلاح الدین رباني زیاته کړه:
د داعش ضد ایتلاف د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په هدف امریکا ته سفر لرم، د دغه سفر په لړ کې به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د یو شمېر لوړ پوړو امریکايي چارواکو او د دغه هېواد د کانګرس له غړیو سره هم لیده کاته ولرم.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به په کنفرانس کې پر هغو ستونزو خبرې وکړي چې د امریکا د حکومت له نظره، له داعش سره د نړيوالې مبارزې غړي ورسره مخامخ دي.
نیوزویک خپرونه وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ په اته ویشتمه په یوه فرمان کې له دفاع وزارت او د ګډو ځواکونو له لوي درستیزه وغوښتل چې د داعش د ماتولو لپاره د ضروري اقدامونو یو ابتدايي پلان ورته وړاندې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پلان جزئیات لا پټ ساتل سوي دي.
په افغانستان، په ځانګړي ډول په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیت د پراختیا له امله اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نه دي ویلي چې د واشنګټن په غونډه کې به په افغانستان کې د داعش د فعالیت او له دې ډلې سره د مبارزې په اړه به د پر کومو ټکو ټینګار کوي.
هغه پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته ستره ستونزه هغو تروریستانو پېښه کړې چې ځالې یې په بهرنیو هېوادونو کې دي.

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه